لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:وسله والو داى اين پي مقامي مشر وژلى


 دعوامي نيشنل پارټۍ دغه وژل شوى مشر داى اين پي دضلعي ارگنائزنگ کميټۍ غړى ؤ
دعوامي نيشنل پارټۍ دغه وژل شوى مشر داى اين پي دضلعي ارگنائزنگ کميټۍ غړى ؤ
پوليس وائي دنهې په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دنامعلومو وسله والو لخوا ترسره شوې يوه حمله کې دعوامي نيشنل پارټۍ يو مقامي مشرانوارالحق وژل شوى دى.
دپوليسو ترمخه پخوانى يونين کونسلر انوارالحق دپيښور په کوهاټۍ سيمه کې پخپل دوکان کې موجود ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې اؤ وې وژلو.
دعوامي نيشنل پارټۍ دغه وژل شوى مشر داى اين پي دضلعي ارگنائزنگ کميټۍ غړى ؤ
دپيښې وروستو سيمې ته پوليس عسکر رسيدلي اؤ دپلټنې يې پيل کړي دي.
دپيښې وروستو دعوامي نيشنل پارټۍ کارکوونکو دپيښور مرکزي سړک (جي ټي روډ) دگاډو دتگ راتگ لپاره تړلى اؤ په دغه مظاهره کې داى اين پي دمشر ميا افتخار حسين پشمول دپارټۍ نورو غړو هم برخه اخستې ده.
داى اين پي پلوي مظاهرينو تور بيرغونه پورته کړي اؤ دصوبائي حکومت په ضد يې دشعارونو ورکولو ترڅنگ دانوارالحق دوژونکو په فوري توگه دنيولو غوښتنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG