لاس رسیدونکی لینک

مهمندايجنسي : بمي چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى،درې ژوبل


پيښه کې ديو عسکر دوژل کيدو اؤ دريوؤ نورو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي ، ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې ديوې بمي چاؤدنې له امله يو عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې دمهمند ايجنسۍ په خوئيزئي تحصيل کې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې په سيمه کې دترهه گرو لخوا دښخ کړل شوي يو مائن سره دامنيتي ځواکونو گاډى ټکر شو.
پيښه کې ديو عسکر دوژل کيدو اؤ دريوؤ نورو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي ، ژوبل عسکر دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
تيره اوونۍ هم قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشوې يوې بمي چاؤدنې له امله ٩ عسکر وژل شوي وؤ.
XS
SM
MD
LG