لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې وسله والو دنيوي افسر وژلى


 دپوليس سرچينې وائي چې دغه پيښه هدفي وژنه معلوميږي..
دپوليس سرچينې وائي چې دغه پيښه هدفي وژنه معلوميږي..
راپورونه وائي دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دگل په ورځ دنامعلومو وسله والو حمله کې دنيوي يو چارواکى وژل شوى دى.
دسرچينو وينا ده چې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو په شاهراه فيصل په غلام اکبر نومې دايف سي په چارواکي ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه سخت ژوبل شو اؤ دعلاج لپاره هسپتال ته يوړل شو و هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
دپيښې ځايې ته په گڼ شمير امنيتي چارواکي اؤ دامدادي ډلو کارکوونکي رسيدلي.
دپوليس سرچينې وائي چې دغه پيښه هدفي وژنه معلوميږي..
دابتدائي معلوماتو له مخې په دغه حمله کې د٩ ايم ايم وسله استعمال شوې.
دروانې مياشتې په پيل کې هم ډيفنس فيز دوهم کې دغلو لخوا دنيوي ديو افسر په گاډي حمله شوې وه چې پکې دپاکستان نيوى يو ساتونکى وژل شوى ؤ.
تيرکال دستمبر په مياشت کې هم په دغه شان يوه حمله کې دپاکستان نيوي يو افسر وژل شوى اؤ دهغه ښځه ژوبل شوې وه.
په ٢٧مه فرورۍ دکراچۍ په کيماړي سيمه کې دپاکستان نيوي يو ليفټننټ کمانډر ژوبل شوى ؤ چې وروستو يې ساه ورکړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG