لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې د جومات ترڅنگ ځانمرگي حمله،څلورمړۀ،٧ ژوبل


عينې شاهدان وايي په شاه طهماس سټيډيم کې د اتوار په ورځ د خيبرايجنسۍ څخه په بې کوره شوؤ کډوالو مرستې ويشل کيدې خو نه ده معلومه چې ددغه چاودنې هدف نمونځ کوونکي وؤ کۀ بې کوره شوي کډوال؟
عينې شاهدان وايي په شاه طهماس سټيډيم کې د اتوار په ورځ د خيبرايجنسۍ څخه په بې کوره شوؤ کډوالو مرستې ويشل کيدې خو نه ده معلومه چې ددغه چاودنې هدف نمونځ کوونکي وؤ کۀ بې کوره شوي کډوال؟
دپاکستان د خيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې د اتوار په ورځ ترسره شوې يوه خودکش حمله کې لږترلږه څلور کسان وژل شوي اؤ د يو ماشوم په شمول ١٠ کسان نور ژوبل شوي دي.
دغه حمله د فقيراباد چوک سره نزدې د شاه طهماس فټبال سټيډيم دننه د يو جومات ترڅنگ هاغه مهال شوې ده کله چې خلک دغه جومات ته د ماسپښين د نمونځ دپاره ورتلل.
دپيښور د پوليسو مشر يا ايس ايس پي نجيب وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې وئيلي دا يوه خودکش حمله وه اؤ د حمله کوونکي عمر د شلو څخه تر دوه ويشتو کالو ؤ .
هغه وويل پوليسو ته د ځان وژونکي د بدن غړي په لاس ورغلي اؤ د پيښې په اړوند نورې پلټنې روانې دي.
عينې شاهدان وايي په شاه طهماس سټيډيم کې د اتوار په ورځ د خيبرايجنسۍ څخه په بې کوره شوؤ کډوالو مرستې ويشل کيدې خو نه ده معلومه چې ددغه بريد هدف نمونځ کوونکي وؤ کۀ بې کوره شوي کډوال؟
د چاودنې سره سم امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ د پيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
په پيښه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان د پيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسؤل شوي اؤ د هسپتال سرچينې وايي چې په ژوبلو کې هم د ځينو حالت مرگونى دى چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتيدو انديښنه ده.
تردې مهاله ددغه چاودنې پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو له دې وړاندې چې په پيښور کې دغه رقم څومره ځانمرگي بريدونه شوي په هغې کې د زياترو پړه د پاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
په پيښور کې دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې نن د پاکستان تحريک انصاف لخوا په پلازمينه اسلام اباد کې د حکومت په ضد احتجاج کيږي اؤ ددغه احتجاجي مظاهرې دپاره د ټول هيواد څخه د پاکستان تحريک انصاف فعالين اسلام اباد ته ټوليږي.
دپيښور څخه د تحريک انصاف د احتجاجي جلوسونو دپاره حکومت ټوله توجو د جلوسونو امنيت ته گرځولې ده.
اؤ څيړونکي وايي په دغسې حال کې ورانکارو دپاره اسانه ده چې خپل اهداف په اسانۍ سره په نخښه کړي خو د خيبر پښتونخوا وزيراعلي ښاغلي پرويز خټک وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته پخپل ليږلي يو بيان کې دا تاثر رد کړى چې گنې د اولس د سر ومال دپاره حکومت امنيتي تدابيرو څخه خپل پام گرځولى.
پرويز خټک وئيلي د بې کوره شوؤ کډوالو د رجسټريشن دپاره د اتوار ورځ ځکه ټاکل شوې چې په دغه ورځ رخصتي وي اؤ پوليس د کډوال حفاظت ته چمتو ودرول شوي وي خو د کډوالو په جامه کې د جومات دننه دغسې ناوړه عمل ترسره کول يو غيرانساني کار دى اؤ حکومت يې په سخته غندنه کوي.
وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دا ځل امنيتي اؤ استخباراتي بيخي چټک دي اؤ ډير زر به دغه حمله کې ککړ کسان د قانون منگولو ته راکش کړي.
ښاغلي خټک زياته کړې ده ترهگر غواړي چې حکومت د بې کوره کډوالو د مرستې نه لاس پسر کولو ته اړ کړي خو دهغه حکومت به په ټول اخلاص د کډوالو مرستې جاري ساتي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG