لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: بمي چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل شوي


فيصل مختار وائي چې نامعلومو ورانکارو بارود دکپړو په يو ډيري کې پټ کړي وؤ.
فيصل مختار وائي چې نامعلومو ورانکارو بارود دکپړو په يو ډيري کې پټ کړي وؤ.
پوليس وائي چې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دخالي په ورځ يوه بمي چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل شوي دي.
دايس پي سټي فيصل مختار وينا ده چې يو بم په کوهاټي گيټ سيمه کې ديو مقامي تاجر دکور څخه بهر چاؤديدلى دى.
فيصل مختار وائي چې نامعلومو ورانکارو بارود دکپړو په يو ډيري کې پټ کړي وؤ.
دپوليسو وينا ده چې دچاؤدنې په نتيجه کې څلور کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره دپيښور ليډي دريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې له امله يو کور ته هم زيان رسيدلى دى.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
که هر څو ددغه چاؤدنې مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نۀ دى اخستى خو پوليسو انديښنه څرگنده کړې چې ددغه پيښې په شاه دقلنگ خورو لاس دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG