لاس رسیدونکی لینک

"مه کوه چې خلک د تحريک انصاف د بدلون په خوند پوئ شي"


دميونسپل کارپوريشن پيښور د مهمو سرچينو وينا ده چې حکومت د ټيوب ويلونو د بجلۍ بلونه نه دي داخل کړي اؤ دپنجاب سره تعلق لرونکي د پاکستان داوبو اؤ بجلۍ دمملکت د وزير عابد شيرعلي په وينا ددغو ټيوب ويلونو بجلي قطع کړل شوې ده
دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور په زياترو سيمو کې د تيرو څلورو ورځو راهسې د اوبو ټيوب ويلونه بند دي اؤ خلک د څښلو اوبو پسې لى په لى سرګردانه گرځي ، د صوبې د بلدياتو وزير عنايت الله خان وايي چې د ټيوب ويلونو د بنديدو وجه د بجلۍ کم وولټيج دى ، خو دميونسپل کارپوريشن پيښور د مهمو سرچينو وينا ده چې حکومت د ټيوب ويلونو د بجلۍ بلونه نه دي داخل کړي اؤ دپنجاب سره تعلق لرونکي د پاکستان داوبو اؤ بجلۍ دمملکت د وزير عابد شيرعلي په وينا ددغو ټيوب ويلونو بجلي قطع کړل شوې ده، ډيوه راډيو چې کله په دغه لړکې د حقيقي صورتحال معلومولو دپاره د صوبې د بلدياتو وزير نه پوښتنه وکړه نو هغه په دې وينا ځان خلاص کړو چې د معلوماتو راغونډولو څخه وروستو به صورتحال واضحه کړي،
دپښور د ميونسپل کارپوريشن مشر يا ايډمنسټريټر عبدالرشيد وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وئيلي ټيوب ويلونو ته چې کومه بجلي پريښودل کيږي د هغې وولټيچ ددې جوگه نۀ دى چې د ټيوب ويلونو مشينونه وچلوي ځکه ټول ښار کې د اوبو بحران پيدا شوى دى.
هغه وويل بيا هم د خپله وسه پورې کوشش کوي چې د اوبو لارۍ مختلفو علاقو ته وليږي اؤ دخلکو څه ناڅه ضرورت پوره کړي خو ښار لويې دى اؤ کميټۍ سره لارۍ کمې دي ځکه خلک د اوبو تکليف سره مخ دي
دا مهال دپيښور ښار په زياترو کوڅو کې زنانه، ماشومان، ځلمي اؤ بوډاگان بالټو په لاس په اوبو پسې گرځي اؤ داوبو پيداکولو په تکل کې د کوره راوتلي يو څلويښت کلن د بينک ملازم چې باروز گل چې د گلبهار د سيمې اوسيدونکى دى ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل "مه کوئ چې خلک د تحريک انصاف د بدلون په خوند پوئ شي"
هغه وويل دا څه حال دى مخکې به د دهشت گردۍ، بې روزگارۍ اؤ د بجلۍ اؤ سوئي گيس د لوډشيډنگ فرياد کولو اوس د تحريک انصاف حکومت کې اوبو پسې هم لالهانده شو.
يو بل تن عسي خان ډيوه راډيو ته وويل دوئمه ورڅ ده چې پخپله مزدورۍ پسې سحر د کوره اوځي اؤ بچي يواځې ددې وجې سکول ته نۀ ليږي چې د کور دپاره چرته اوبو پيدا کولو پسې يې وگرځوي
XS
SM
MD
LG