لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي،١٥ ژوبل


دسرچينو ترمخه دکوئټې په ډبل روډ سيمه کې دنادرا ددفتر سره نزدې يوه چاؤدنه شوې چې پکې دوه کسان په موقع وژل شوي اؤ ١٥ ژوبل شوي دي.
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دزيارت په ورځ دنادرا ددفتر سره نزدې يوه چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دکوئټې په ډبل روډ سيمه کې دنادرا ددفتر سره نزدې يوه چاؤدنه شوې چې پکې دوه کسان په موقع وژل شوي اؤ ١٥ ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي اؤ دهسپتال سرچينې وائي چې په ژوبل شوؤ کې دزياترو حالت نازک دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دچاؤدنې له امله دنزدې ودانو شيشې ماتې شوي اؤ گاډو اؤ موټر سائيکلو ته يې هم زيان رسولى دى.
دچاؤدنې نوعيت نۀ دى معلوم شوى اؤ قانون نافذونکې ادارې دپيښې پلټنې کوي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې پوليس اؤ دايف سي ځواکونه رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.
XS
SM
MD
LG