لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات : بمي چاؤدنه کې ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شوي


 چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه په زيرکوه نومې کلي کې ترسره شوې،
چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه په زيرکوه نومې کلي کې ترسره شوې،
چارواکي وائي دافغانستان دلويديز ولايت هرات په شين ډنډ اولسوالۍ کې دشورو په ورځ ترسره شوې دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې ديوې کورنۍ ٨ کسان وژل شو يدي.
چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه په زيرکوه نومې کلي کې ترسره شوې، په دغه سيمه کې امنيتي ځواکونو څو ورځې دمخه دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ.
دچارواکو وينا ده چې په يوه رکشه کې ناستو اولسي وگړو غوښتل چې ددغو عملياتو څخه ځان وباسي چې په دغه مهال يې گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شو، گاډي کې ناست ټول کسان په موقع مړۀ شوي دي.
ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې .
افغانستان کې د بهرنو اؤ افغان عسکرو دپه نخښه کولو لپاره دتندلارو لخوا دسړک دغاړې بمونه ښخول کيږي چې پکې اکثره بې گناه افغان اولسي وگړي وژل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG