لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نثار وائي تښتول شوي ايراني عسکر دپاکستان خاورې ته نۀ دي وروستل شوي


" بايد په ډاگه داخبره بيا وکړم چې هاغه پينځه ايراني ساتونکي کله هم دپاکستان په خاوره موجود نۀ وؤ"
" بايد په ډاگه داخبره بيا وکړم چې هاغه پينځه ايراني ساتونکي کله هم دپاکستان په خاوره موجود نۀ وؤ"
پاکستان دنهې په ورځ ددې خبرې څخه انکار کړى چې گنې دايران تښتول شوي سرحدي عسکر دپاکستان خاورې ته وروستل شوي وؤ.
داخله وزير چوهدري نثار ددې حقيقت منلو څخه انکار کړى چې گنې دغه تښتول شوي عسکر دپولې پورې غاړې دپاکستان خاورې ته وروستل شوي وؤ.
دنهې په ورځ خپل ايراني سيال عبدالرضا رحماني فاضلي سره اسلام اباد کې گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثارعلي خان وويل" بايد په ډاگه داخبره بيا وکړم چې هاغه پينځه ايراني ساتونکي کله هم دپاکستان په خاوره موجود نۀ وؤ"
ښاغلي فاضلي پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې ددغه هيواد وزيراعظم ميا نواز شريف به داتوار په ورځ دتهران دوه ورځني دوره کوي.
هغه وويل دپاکستان اؤ ايران دواړو هيوادونو اولسونه مثالې اړيکې غواړي.
چوهدري نثار وائي وزيراعظم نوا شريف ايران سره مضبوطو اؤ ښو اړيکو ته ليواله دى.
هغه وويل دمعلوماتو دراکړې ورکړې لپاره ددواړو هيوادونو ترمينځ په هاټ لا ئن جوړولو اتفاق شوى اؤ په دې لړ کې به راتلونکو څو ورځو کې مشترکه کميشن جوړولى شي.
هغه وئيلي چې دايران له لوري ورته دسرحدي خلاف ورزو کومه گيله نۀ ده شوې.
په دغه موقع دايران داخله وزير وويل پاکستان ته يې دامن اؤ مرستې پيغام راوړى اؤ زياته يې کړه چې ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې به مثال ثابتيږي.
هغه وويل پاکستاني مشرانو سره سره په سرحدونو دمشترکه منډيانو دجوړولو په اړه خبرې شوي دي.
له دې وړاندې دايران داخله وزير وزيراعظم نواز شريف سره هم ليدنه وکړه ، په دغه مهال په دوه اړخيزه مهمو چارو خبرې وشوې.
نواز شريف په دغه موقع وويل چې پاکستان اؤ ايران مذهبي، کلتوري، تاريخي اؤ جغرافيائي اړيکې لري اؤ پاکستان ايران سره دوستانه اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.
نواز شريف وويل دايران ددورې په مهال ددغه هيواد دصدر روحاني سره ليدنې ته په انتظار دى.
دواړو وزيرانو په دغه موقع دسرحدي انتظاماتو غوره کولو لپاره په مرستې مضبوطولو، استخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه اؤ په اقتصادي څانگه کې هم دمرستو په سيوا کولو اتفاق وکړو.
چوهدري نثار وويل چې دواړو خواؤ په امنيتي، دپولې پورې راپورې ترهه گرۍ، خلکو دتښتولو په پيښو، دپراخو استخباراتي معلوماتو په شيئر کولو، دامنيتي ځواکونو ترمينځ په مرستو اؤ اقتصادي اړيکو خبرې اترې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG