لاس رسیدونکی لینک

سوات : نښتو کې يو عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي دغه عمليات دمنگلور په سرسردارى اؤ اوزبکه نومې سيمو کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې روان دي اؤ په سيمه کې کور په کور تالاشي هم روانه ده.
راپورونه وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات ضلع کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته کې څلور يو عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دغه عمليات دمنگلور په سرسردارى اؤ اوزبکه نومې سيمو کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې روان دي اؤ په سيمه کې کور په کور تالاشي هم روانه ده.
په سيمه کې دترهه گرو دموجودگۍ داطلاع وروستو امنيتي ځواکونو پخپلو پوستو کې اضافه کړې اؤ ځايې پځايې دتلونکو راتلونکو کسانو تالاشي اخستل کيږي.
په سوات کې دپوځ دمطبوعاتي څانگې وياند کرنل عقيل ملک ميډيا ته په دغه اړه دحال احوال تيرولو په مهال وئيلي دي چې په سيمه کې دترهه گرو په لويې شمير کې دموجودگۍ په اطلاع امنيتي ځواکونو کارروائي پيل کړې کومه چې اوس هم روانه ده.
پوځي وياند وئيلي دي چې سيمه کې به دترهه گرو په ضد دغه عمليات دهغوي تر خاتمې پورې روان وي.
سرچينې وائي چې په سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دډزو غږونه اوريدل شوي اؤ پوځي هيلي کاپټرې دغرونو دڅوکو جاج اخلي.
دتندلارو په ضد په دغو عملياتو کې دپاکستاني پوځ کمانډوز برخه اخستې ده.
XS
SM
MD
LG