لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : عملياتو کې ١٠ جنگيالي وژل شوي


دايف سي دغه وياند وويل چې عملياتو کې لس شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ دايف سي درې عسکر هم ژوبل شوي دي.
دفرنټئير کور( ايف سي) چارواکو دگل په ورځ دعوه کړې ده چې دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په پنجگور ضلع کې يې دعملياتو په مهال ١٠ جنگيالي وژلي دي.
دپيراملټري ځواکونو يو وياند خان وصى په دغه اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې په غرييزه سيمه پنجگور کې امنيتي ځواکونو په هدفي وژنو اؤ بمي چاؤدنو کې دککړو تندلارو په ضد عمليات کړي.
دايف سي دغه وياند وويل چې عملياتو کې لس شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ دايف سي درې عسکر هم ژوبل شوي دي.
هغه وويل چې دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې کارولي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو دشکمنو ياغيانو درې ځالې اؤ دوه گاډي هم تباه کړي دي.
عسکري وياند وويل چې په لمړي سر کې امنيتي ځواکونه په غرونو کې دپټو شوؤ جنگيالو له لوري د مزاحمت سره مخ وؤ اؤ زياته کړې يې ده چې ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله تر څو ساعتو روانه وه.
هغه وويل چې دوژل شوؤ جنگيالو تعلق ديوې غيرقانوني بلوڅ ډلې سره دى.
پنجگور دبلوچستان دناقراره سيمو څخه يوه گڼل کيږي اؤ په تيرو وختونو کې دغلته جنگيالو په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي شخصياتو بريدونه ترسره کړي.
د ٢٠٠٤م راهسې دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دبيلتون خوښو له لوري دسياسي خپلواکۍ اؤ دسيمې په قدرتي وسيلو تيلو، گيس اؤ معدنياتو کې دزياتې برخې دغوښتنو وروستو دغلته حالات تاؤژن دي اؤ وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښتې کيږي.
XS
SM
MD
LG