لاس رسیدونکی لینک

باجوړ کې نامعلومې ناروغۍ ١٤ ښځې وژلي


دمقامي خلکو وينا ده چې دباجوړ په غرييزو سيمو ډبر، بډن ، سرو شاه اؤ دواړه ماموند په خواؤشا علاقو کې په خلکو دغه ناروغي لگيدلې ده.
راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په واړۀ ماموند سيمه کې ديوې نامعلومې ناروغۍ خوريدو له امله ١٤ ښځې مړې شوي اؤ گڼ شمير نورې اغيزمنې شوي دي.
دمقامي خلکو وينا ده چې دباجوړ په غرييزو سيمو ډبر، بډن ، سرو شاه اؤ دواړه ماموند په خواؤشا علاقو کې په خلکو دغه ناروغي لگيدلې ده.
مقامي خلک وائي چې تر دې مهاله دغه ناروغۍ تيره يوه اوونۍ کې ١٤ ښځې وژلي اؤ په سيمه کې دناروغۍ دخوريدو سره گڼ شمير خلک اغيزمن شوي دي.
خبريالانو سره خبرو کې ايجنسي سرجن ډاکټر ذاکر حسين په سيمه کې ددغه ناروغۍ دخوريدو اؤ دگڼو ښځو دمړينې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې د٤٠ؤ اؤ ٥٠ؤ کلونو دعمر لرونکو دغو ښځو حالت دناروغه کيدو څخه دمخه نارمل ؤ.
په سيمه کې دغه ناروغي يوه اونۍ دمخه خوره شوې وه اؤ ايجنسي سرجن وائي چې دناروغۍ له امله گڼ شمير ښځې اغيزمنې شوي دي.
ډاکټر حسين وائي له دې وړاندې يې په سيمه کې دغه رقم ناروغي نه وه ليدلې، هغه دغه ناروغي خونړۍ اؤ سنجيده وگرځوله.
نوموړي وئيلي چې اغيزمنو سيمو ته دناروغۍ دعلاج لپاره گڼ شمير ډاکټران ليږل شوي ترڅو په حالاتو قابو وموندل شي اؤ دناروغۍ نوعيت معلوم شي.
هغه وائي چې دناروغۍ لگيدو څخه پس ډير په کم وخت کې ټول مريضان مړۀ شوي.
دباجوړ ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ عبدالجبار شاه دزيارت په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي چې انتظاميې دصحت مقامي محکمې ته وئيلي دي چې داغيزمنو خلکو دعلاج باوري کولو لپاره دې سيمه کې دميډيکل کيمپونو انتظام وکړل شي.
مقامي خلکو دښځو لپاره دصحت داسانو په کمي اؤ رامينځته شوي صورتحال دانديښنې څرگندونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG