لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمنگل باغ اؤ عمرخراساني په گډون دگڼو تندلارو پسرونو دانعام ايښودو سفارش

باوري سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دکورنو چارو محکمې په ترهه گرۍ ،قلنگ اخستو اؤ نورو بيلا بيلو جرمونو کې دککړو مهمو مجرمانو فهرست دصوبې دپوليسو دمشر څخه ترلاسه کړى چې په هغه فهرست کې د٦٥ؤ کسانو نومونه شامل دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت دبيلابيلو ترهگرو تنظيمونو اؤ په جرمونو کې د ککړوډلو دغړو په سرونو دانعامونو ويستو سفارش کړى چې په دغو کسانو کې د تندروه وسله والې ډلې لښکراسلام مشر منگل باغ اؤ په مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو دتحريک مشر خالد عمرخراساني هم شامل دي.
دخيبرپښتونخوا دکورنو چارو دمحکمې لخوا دصوبې چيف سيکرټري ته دسفارش په ليږل شوې دغه سمرۍ دمنظوريدو وروستو به په اخبارونو اؤ ټي وي گانو ددغو ترهه گرو اؤ جرائم پيشه خلکو نومونه اؤ دهغوي پسرونو دويستل شوؤ انعامونو نوعيت خپرول کيږي.
باوري سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دکورنو چارو محکمې په ترهه گرۍ ،قلنگ اخستو اؤ نورو بيلا بيلو جرمونو کې دککړو مهمو مجرمانو فهرست دصوبې دپوليسو دمشر څخه ترلاسه کړى چې په هغه فهرست کې د٦٥ؤ کسانو نومونه شامل دي.
سرچينې وائي ددغه لسټ په اساس دترهه گرو تنظيمونو اؤ جرائم پيشه ډلو سره دتړلو ورانکارو نومونه په دريوؤ برخو ويشل شوي.
په اوله برخه(اى) کې دتندروه وسله والې ډلې لښکراسلام دمشرمنگل باغ ،دگيدړ گروپ دمشر جنگريز،مفتي الياس ،کمانډر عارف اؤ الله نور وغيره نومونه شامل دي چې ددغه کسانو پسر ددوؤ ، دوؤ کروړو روپو دانعام ايښودو سفارش شوى دى.
همدغه راز په(بي) ډله کې دمهمند ايجنسۍ دطالبانو مشر خالد عمر خراساني ، کمانډر احتشام،کمانډر شکيل ،کمانډر زلزله قاري ، عبدالله بارودي اؤ کمانډر کالام نومونه شامل دي، چې ددوي پسر ديونيم کروړو روپو دانعام ايستو هيله شوې ده.
په (سي) گروپ کې هم دگڼ شمير ترهه گرو اؤ جرائم پيشه عناصرو نومونه شامل دي چې دهغوي پسرونو ديو ، يو کروړ روپو دانعام ايښودو سفارش شوى دى.
بايد وويل شي په دغو کسانو کې منگل باغ دلښکراسلام په نوم دهاغه وسله والې ډلې مشري په غاړه لري چې افغانستان سره لگيدلې دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دناټو په ټرکونو بريدونو ، دپاکستان په امنيتي ځواکونو حملو اؤ په دغه سيمه کې بيلا بيلو خلکو ته دخپله انده دشرعي سزاگانو په ورکولو تورن دى.
همدغه شان خالد عمر خراساني هم په مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو مشري په غاړه لري اؤ هغه تيرو ورځو کې دپاکستان دمليشه ځواکونو دتښتولو شوؤ ٢٣ؤ عسکرو دوژنې ترڅنگ په امنيتي ځواکونو دگڼو بريدونو په غاړه اخستې ده.
له دې وړاندې چې کله دپاکستان په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو دطالبانو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړي وؤ ، نو هم په هاغه مهال دپاکستان حکومت دتندروه جنگيالو پسر دغسې انعامونه ويستي وؤ.
خو هاغه مهال چې دکومو تندلارو پسر انعامونه ويستل شوي وؤ، په هغوي کې دځينو داسې تندلارو نومونه هم شامل وؤ چې هغوي يا خو امنيتي ځواکونو سره په جگړو کې وژل شوي اؤ يا هم دعملياتو په مهال امنيتي ځواکونو نيولي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG