لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : نښته کې درې جنگيالي وژل شوي، دوه عسکر ژوبل


 سرچينې وائي دوژل شوؤ ترهه گرو نومونه دکمانډر عثمان، سليمان اؤ فواد سره پيژندل شوي دي اؤ دهغوي څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې ده.
سرچينې وائي دوژل شوؤ ترهه گرو نومونه دکمانډر عثمان، سليمان اؤ فواد سره پيژندل شوي دي اؤ دهغوي څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې ده.
راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ دلټونې عملياتو کې درې ترهه گر وژل شوي اؤ دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
دفرنټئير کور دسرچينو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلنډي کوتل تحصيل په خوجال خيل سيمه کې امنيتي ځواکونو ديو شمير تندلارو دموجودگۍ په خفيه اطلاع ترلاسه کولو دلټونې عمليات پيل کړل چې په دغه مهال سيمه کې دجنگيالو سره مخ شول اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله وشوه.
سرچينې وائي چې په نښته کې درې تندلاري وژل شوي اؤ دايف سي دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دوژل شوؤ ترهه گرو نومونه دکمانډر عثمان، سليمان اؤ فواد سره پيژندل شوي دي اؤ دهغوي څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړل شوې ده.
دايف سي ژوبل عسکر دعلاج لپاره دلنډي کوتل سي ايم ايچ ته رسول شوي دي.
دتير زيارت په ورځ هم خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې وه چې پکې دميډيا راپورونو ترمخه د٣٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي وؤ اؤ ١٤ نور ژوبل شوي وؤ، دغه عمليات دخيبرايجنسۍ په باړه اؤ جمرود تحصيلونو کې ترسره شوي وؤ ، چرته چې دتحريک طالبان پاکستان اؤ لشکراسلام ډلو جنگيالي فعاله دي.
سرچينې وائي چې داتوار په ورځ تندروه ډلې لشکراسلام دخيبرايجنسۍ څخه دافغان کډوالو ١٠٠ کورنۍ په زوره ويستلې وې اؤ په دغو کې دزياترو تعلق دافغانستان دننگرهار ولايت دشنواري قبيلې سره ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG