لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" جي-سيون" دروس په ضد په نوؤ بنديزونو لگولو اتفاق کړى


دامريکائي پوځي چارواکو ترمخه روسي جنگي الوتکو دتير يو شواروز په مهال گڼ ځله ديوکرين دسرحدي حدودو خلاف ورزي کړې ده
دامريکائي پوځي چارواکو ترمخه روسي جنگي الوتکو دتير يو شواروز په مهال گڼ ځله ديوکرين دسرحدي حدودو خلاف ورزي کړې ده
دنړۍ اوؤ لويو اقتصادي قوتونو " جي-سيون" يوکرين کې دروس دگامونو په ضد په ماسکو دخالي په ورځ دبنديزونو په لگولو اتفاق کړى دى.
" جي-سيون " په امريکا، کاناډا، برطانيه، فرانس، جرمني، اټلي اؤ جاپان مشتمله ډله ده اؤ پخپل يو گډ بيان کې يې وئيلي دي چې" روس دجنيوا تړون لاندې کلک گامونه نۀ دي اخستي ،ځکه مونږ په دې خبره اتفاق کړى چې په روس به اضافي بنديزونه دتُندۍ سره لگوؤ"
که هرڅو دجي سيون په بيان کې ددغو بنديزونو تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي خو امريکائي چارواکي وائي چې دغه بنديزونه دگل تر ورځې لگيدلى شي.
بلخوا دامريکائي پوځي چارواکو ترمخه روسي جنگي الوتکو دتير يو شواروز په مهال گڼ ځله ديوکرين دسرحدي حدودو خلاف ورزي کړې ده.
دپينټاگون يو وياند دجمعې په ورځ برطانوي خبري شبکې ته وئيلي دي چې دسرحدي خلاف ورزۍ دغه پيښې دروس دسرحدي سيمو ترڅنگ رامينځته شوي.
روس ديوکرين سره پيوست پخپلو سرحدي سيمو لکونه پوځيان ځايې پځايې کړي اؤ په دغه مهال روس پلوه بيلتون خوښو دختيز يوکرين په لسگونو سيمو کې په سرکاري ودانو دقبضې لړۍ دوامداره ساتلې.
د زيارت په ورځ دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال مارټن ډيمپسي دخپل روسي سيال سره خبرې کړې وې.
دجمعې په ورځ روس پلوه بيلتون خوښو په ختيز يوکرين کې دنړيوالو عسکري مبصرينو يوه ډله نيولې ده، بيلتون خوښو په Slovyansk سيمه کې په ١٣ؤ کسانو مشتمل يو بس نيولى.
دامريکا خارجه محکمې دنړيوالو مبصرينو دنيولو ددغه پيښې غندنه کړې ده، دخارجه محکمې وياند جان ساکي وائي که چرې دا خبره سمه وي نو هغوي ددغه گام په سختۍ سره غندنه کوي اؤ په فوري ډول دمبصرينو دخوشې کولو غوښتنه کوي.
روس پلوه بيلتون خوښي وائي دغه ډله يې له دې امله نيولې چې دهغوي سره ديوکرين يو عسکري چارواکي سفر کولو.
بلخوا دامريکا صدر براک اوباما دجمعې په ورځ ديوکرين په بحرين دروس صدر فرنکوئس هولينډ، دجرمني چانسلرې مرکل، داټاليې وزيراعظم ميټيو رنزي اؤ برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون سره بحث کړى.
دسپينې ماڼۍ وينا ده چې صدر اوباما وويل امريکا دروس وروستو اقداماتو ته دځواب وئيلو په ترڅ کې بنديزونو لگولو ته چمتو ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG