لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : ددوؤ ډلو ترمينځ نښته کې شپږ کسان وژل شوي


سرچينې وائي ددغه نښتې په نتيجه کې شپږ کسان وژل شوي،دوه ژوبل شوي اؤ دمرګ ژوبلې دشميرې دسيوا کيدو انديښنه ده.
سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ يوه نښته کې لږ ترلږه شپږ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دخالي په ورځ دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په لوړه منډۍ سيمه کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دډزو تباده شوې ده.
سرچينې وائي ددغه نښتې په نتيجه کې شپږ کسان وژل شوي،دوه ژوبل شوي اؤ دمرګ ژوبلې دشميرې دسيوا کيدو انديښنه ده.
سرچينې وائي دواړو ډلو ديو بل په ضد دميزائيلونو اؤ راکټو پشمول ددرنو وسلو استعمال کړى اؤ دغه نښته دځمکې پسر شوې ده..
افغان اؤ لويديز چارواکي باورلري چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني ډلې دجنګيالو پشمول ترهه ګرو خپلې محفوظې ځالې جوړې کړي اؤ دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان اؤ بهرنو ځواکونو دحملو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي.
په تيرو وختونو کې دواشنګټن لخوا پاکستان څخه شمالي وزيرستان کې دترهه ګرو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې شوي ، خو پاکستان وائي دغه عمليات به پخپله خوښه اؤ دمناسب وخت په رارسيدو خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
XS
SM
MD
LG