لاس رسیدونکی لینک

نثار : دپوځ اؤ انټلي جنس ايجنسو دوقار تحفظ دحکومت ائيني ذمه واري ده


چوهدري نثار وويل دپاکستاني پوځ اؤ نورو انټلي جنس ايجنسو دوقار اؤ درناوي تحفظ دحکومت قانوني اؤ ائيني ذمه واري ده اؤ بايد په دغه اړه هيڅ شک ونۀ شي.
دکورنو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې دوسله والو پوځونو اؤ انټلي جنس ايجنسو دوقار تحفظ دحکوت ائيني اؤ قانوني ذمه واري ده اؤ حکومت به ددې څخه نۀ پشا کيږي.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره دخبرو په مهال چوهدري نثار وويل دوسله والو پوځونو اؤ دفاعي ادارو په ضد يو اړخيزه ميډيا ټرائيل بايد اودرولى شي.
نثار وويل په ميډيا دپوځ اؤ خفيه ادارې ائي ايس ائي دتنقيد وروستو چې پيمرا ته کوم ريفرنس وليږل شو له دې وروستو دا شکونه ختميدل پکار دي چې حکومت دچا سره ولاړ دى.
چوهدري نثار وويل دپاکستاني پوځ اؤ نورو انټلي جنس ايجنسو دوقار اؤ درناوي تحفظ دحکومت قانوني اؤ ائيني ذمه واري ده اؤ بايد په دغه اړه هيڅ شک ونۀ شي.
چوهدري نثار وويل په حامد مير دشوې حملې پسر بايد ميډيا ټرائيل اودرولى شي گنې دوهم صورت کې به غيررياستي عناصر دصورتحال څخه گټه پورته کړي.
چوهدري نثار وويل ائي ايس پي ار په حامد مير دترسره شوې حملې غندنه کړې اؤ دپيښې دپلټنو لپاره يې ديو ازادانه کميشن جوړولو غوښتنه کړې اؤ زياته يې کړه چې ميډيا ټرائيل به حالات نور هم تاؤژن کړي.
هغه وويل چې يوه ازادانه ميډيا اؤ باوقاره وسله وال پوځونه دپاکستان ضرورت دى، نثار دواړو خواؤ ته مشوره ورکړه چې دزغم څخه کار واخلي اؤ دستونزو جوړولو څخه ډډه وکړي.
هغه دحامد مير، دهغه دکورنۍ اؤ ادارې سره دخواخوږۍ څرگندولو په ترڅ کې وويل دداخله وزير په توگه دا دهغه مسؤليت دى چې دپيښې بشپړه پلټنې وشي اؤ مجرمان دقانون منگولو ته راکش کړى شي ، خو ديو پاکستاني اؤ حکومتي وزير په توگه يې ددفاعي ادارو دتحفظ دائيني اؤ قانوني ذمه وارۍ يادونه هم وکړه.
چوهدري نثار وويل دسندهـ پوليس دپيښې پلټنې کوي اؤ په دې لړ کې وفاق بشپړه مرسته کوي، بل لوري ته داعلي عدليې درې کسيز بينچ هم جوړ کړل شوى چې د٢١ؤ ورځو دننه به خپل راپور وړاندې کوي.
هغه وويل په دغه پس منظر کې پکار خو دا وه چې کوم ثبوتونه موجود وى هغه پوليس يا عدالتي کميشن ته ورکړل شوى وى ، ترڅو پلټنې مخ په وړاندې لاړې شي خو له بده مرغه تر دې مهاله يو اړخيز ميډيا ټرائيل روان دى اؤ ددې يو عکس پرون ماښام اووۀ بجې دحامد مير دورور دبيان څخه مخې ته راغلو.
XS
SM
MD
LG