لاس رسیدونکی لینک

جنرال اېلن: افغان- پاکستان ګډه پوله به نوره هم کړکېچنه کیږي

  • ډیوه رپورټ

جنرل ايلن وائي دغه گام قصداً نۀ ؤ، هغه افغان اولس او حکومت څخه دڅه رقم زړۀ ازارۍ باندې بخښنه غوښتې او وئيلي يې دي نيټو داسې گامونه کوي چې چې په نتيجه کې يې دغه رقم کومه بله پيښه رامينځته نۀ شي
په افغانستان کې د نړیوالو امنېتي ځواکونو پخواني کمانډر او امریکاېي جنرال جان اېلن واېي: (ذه د افغانستان په ختیځه پوله د ۲۰۱۴م وروسته، د اوس نه زیات ، ډېر مشکلات وینم). هغه زیاته کړه د ۲۰۱۴م وروسته، ویني چې د پولې دواړه غاړو ته به ترهګر یو بل سره اړېکې زیاتوي. د جنرال اېلن نه پوښته وشوه چې کوم قوتونه به په پوله د وراني زریعه جوړیږي نو هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي. ټي. پي) نوم واخېست. د اپرېل په ۲۳مه نیټه د امریکې یو تهېنک ټېنک ( USIP ) کې یوې غونډې ته جنرال اېلن په خپله وینا کې ویلي د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیزه امنیتی تړون اسلام آباد کې د خطر زنګ وهلی.
جنرال اېلن په ځانګړو خبرو کې واېس اف امریکا ډیوه ته ووېل افغانستان د ډیورنډ کرښه نه مني او پاکستان باور کوي چې پوله يې شته. هغه زیاته کړه افغانستان او پاکستان له د پولې حل پکار دی. جنرال اېلن واېي: ( زه چې کله هلته ووم – او ما به په نقشه د افغانستان پوله کتله – نو چرته به د پاکستان، چرته به د افغانستان او چرته به د شوروي راکښلې پوله ښکاریده)
پخوانې امریکاېي جنرال جان اېلن په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د جولاېي ۲۰۱۱م نه فرورۍ ۲۰۱۳م پورې د بهرنیو ځواکونو مشر کمانډر پاتې شوی دی. نوموړي د خپلې پوځي دورې په وخت په کابل او راولپنډۍ کې څو ځله د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال کیاني او افغان جنرال شېر محمد کریمي سره غونډې کړي.
جنرال اېلن ووېل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو (سینډیکیټ) به د امریکې د خارجه تګلارې لپاره یو خطرناک چېلنج وي. هغه لشکرِ طیبه هم یو لويې خطر وباله. او زیاته يې کړه د پاکستان پوځ باېد تیار وي چې د ترهګرو اډې له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG