لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجيو ټي وي بندولو ددرخواست جاج اخستو لپاره دپيمرا غونډ


دجيو ټي وي نيټ ورک په ضد ددفاع دوزارت ددرخواست دجاج اخستو لپاره يوه درې کسيزه کميټي جوړه کړې چې په سيد اسماعيل شاه، پرويز راټهور اؤ اسرار عباسي مشتمله ده
دجيو ټي وي نيټ ورک په ضد ددفاع دوزارت ددرخواست دجاج اخستو لپاره يوه درې کسيزه کميټي جوړه کړې چې په سيد اسماعيل شاه، پرويز راټهور اؤ اسرار عباسي مشتمله ده
دپاکستان ددفاع دوزارت له لوري اليکټرانک ميډيا ريگوليټري اتهارټي( پيمرا) ته خواست شوى چې دهيواد په شخصي ټيليويژن چينل( جيو نيوز) نشريات دې بند کړى شي ، چې له دې وروستو دپيمرا غونډه دشورو په ورځ روانه ده.
پاکستان اليکټرانک ميډيا اتهارټي ( پيمرا) دشورو په ورځ دجيو ټي وي نيټ ورک په ضد ددفاع دوزارت ددرخواست دجاج اخستو لپاره يوه درې کسيزه کميټي جوړه کړې چې په سيد اسماعيل شاه، پرويز راټهور اؤ اسرار عباسي مشتمله ده،دغه کميټي به دجيو په ضد په درخواست غور کوي اؤ دمعاملې څخه دگيرچاپيره حقيقتونو په اړه به دپيمرا بورډ خبروي.
ددفاع دوزارت وياند ناريته فرحان وائس اف امريکا سره خبرو کې دجيو نيوز دنشرياتو په ضد ددغه درخواست پخلى کړى دى، خو تر دې دمه ددغه شخصي ټيليويژن نشريات لا دوامداره دي.
ددفاع دوزير خواجه اصف په اجازت سره پيمرا ته ورکړل شوي دغه درخواست کې دريځ خپل کړل شوى چې جيو ټي وي نيټ ورک بار بار دائي ايس ائي دخلکو اؤ ددغه ادارې دمشر دعکس په نشر کولو سره په هغوي په نيوز اينکر حامد مير دشوې قاتلانه حملې ذمه وار گرځولى اؤ ژوبل شوي صحافي خپلو ملگرو، کورنۍ اؤ دجيو انتظاميې ته ددغه ممکنه حملې په اړه دوړاندې څخه وينا کړې وه.
دانټر سروسز انټلي جنس له لوري ددفاع دوزارت په ذريعه جمع کړل شوي درخواست کې دريځ خپل کړل شوى چې جيو دخپل رپورټنگ په ذريعه دپيمرا دلا ئسنس خلاف ورزي کړې اؤ جنگ اؤ دي نيوز ورځپاڼو هم دسپکاوي خبرونه خپارۀ کړي دي.
دپيمرا سرچينې وائي که هر څو ددفاع دوزارت له لوري لگول شوي تورونه سخت دي خو دڅه قسمه کارروايۍ څخه دمخه به اړونده چينل ته دوضاحت کولو موقع ورکولى شي.
ددفاع وزارت دنهې په ورځ پيمرا ته دجيو نيوز په ضد خپل درخواست کې دخبرونو اؤ روانو چارو ددغه شخصي ټي وي چينل دنشرياتو په سمدستي ډول دځنډولو اؤ دحقيقتونو دجاج اخستو څخه وروستو ددې د لائسنس منسوخولو وينا کړې وه.
دپاکستان ددفاع وزارت وائي چې دجيو نيوز له لوري درياست ديوې ادارې په ضد داسې خبرونه خپارۀ کړل شوي چې بايد نۀ وى خپارۀ کړل شوى.
ددغه شخصي ټيليويژن په يو سينئر صحافي حامد مير کراچۍ کې دقاتلانه حملې وروستو دهغه ورور تور لگولى ؤ چې حامد مير ورته وئيلي وؤ که چرې په هغه حمله وشوه نو ذمه وار به يې دائي ايس ائي مشر(جنرال ظهيرالاسلام) اؤ ځينې نور افسران وي.
خو دپوځ دوياند له لوري ددغو تورونو په سختۍ سره ترديد شوى اؤ وئيل شوي چې پرته له کوم ثبوت څخه دغه شان تورونه بې لارې کوونکي دي اؤ ددغه معاملې دازادانه پلټنو وينا هم شوې ده.
بل لوري ته دنهې په شپه دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم پخپل يو بيان کې په حامد مير دحملې دغندنې کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې ددغه پيښې په جواز جوړولو سره دپاکستان په قومي ادارو کومې حملې کولى شي اؤ پرته له کوم ثبوت څخه پرې نيوکه کولى شي دغه ډيره دانديښنې وړ خبره ده.
چوهدري نثار وئيلي دي څنگه چې په اهمو دفاعي ادارو تنقيد وکړى شو اؤ تورونه پرې ولگول شول ددې مثال دنړۍ په يو هيواد کې هم نشته اؤ حد خو دا ده چې کومه منفي پروپيگنډه دځانگړو حلقو له لوري وشوه دهغې تشهير زمونږ دښمنانو په ټوله دنيا کې وکړو
چوهدري نثار وئيلي اوس چې حکومت دسپريم کورټ په دريوؤ سينئر ججانو مشتمل کميشن جوړ کړى نو اوس ددغه شان تورونو څه مطلب جوړيږي.
په ډاگه دې وي چې دتيرو دوؤ ورځو راهسې دجيو نيوز بيلا بيلو پروگرامونو کې دا وضاحت هم شوى چې دادارې له لوري په استخباراتي شبکه نيغ په نيغه تورونه نۀ دي لگول شوي.
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد دجيو په يو پروگرام کې وئيلي دي چې پيمرا هاغه فورم دى چرته چې به ددواړو ډلو دريځ اوريدلى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG