لاس رسیدونکی لینک

دترهه گرو په ضد دگامونو پۀ نۀ اخستو سينيټ کې په حکومت نيوکه شوې


رضا رباني سينيټ کې وئيلي دي چې حکومت دقومي سلامتۍ تگلاره په سنجيدگۍ سره نۀ ده اخستې چې اعلان يې دفرورۍ په مياشت کې شوى ؤ.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ چارسده کې پرله پسې په پوليسو دخونړو حملو ترسره کيدو وروستو دپاکستاني پارليمان په برني ايوان سينيټ کې حکومت پلوه اؤ مخالفو ډلو دترهه گرو په ضد دگامونو نۀ اخستو له امله په حکومت نيوکه کړې ده.
په عين حال کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دشورو په ورځ دطالبانو اؤ حکومتي مذاکراتي کميټو گډه غونډه راغوښتې ده.
دداخله وزارت له لوري په دغه اړه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې په دغه غونډه کې به دمذاکراتي عمل دپرمختگ جاج اخستى شي.
د حکومتي کميټۍ غړي رستم شاه مهمند وئيلي دي چې نننۍ غونډه ځکه مهمه ده چې پکې به دبنديانو دخوشې کولو په شمول دبيلا بيلو مهمو معاملو جاج اخستى شي.
دپاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني چارسده اؤ پيښور کې په پوليسو داوسنو حملو په حکومتي ردعمل سخته نيوکه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې يو حکومتي استازي دعوه کړې وه ترڅو چې ددغو حملو مسؤليت څوک په غاړه نۀ اخلي تر هغې به کومه باضابطه کارروائي نۀ شي کولى.
رضا رباني سينيټ کې وئيلي دي چې حکومت دقومي سلامتۍ تگلاره په سنجيدگۍ سره نۀ ده اخستې چې اعلان يې دفرورۍ په مياشت کې شوى ؤ.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې رضا رباني وئيلي دي چې پخپله دحقيقتونو معلومولو پځايې دغيررياستي عناصرو ددعوؤ دانتظار څخه حکومتي نااهلي په ډاگه کيږي.
دعوامي نيشنل پارټۍ افراسياب خټک هم وئيلي دي چې يو لوري ته دمذاکراتو سرکس روان دى اؤ بل لوري ته زمونږ امنيتي ځواکونه په نخښه کولى شي.
افراسياب خټک پوښتنه راولاړه کړې چې دغه څه رقم مذاکرات دي چې ورسره تندلارو ته په قانون نافذونکو ادارو دحملو ازادۍ ترلاسه شوې؟
هغه حکومت ته په ياده کړې چې ژمنه يې کړې وه که چرې تندلارو دپاکستان په خاوره نورې حملې وکړې نو په ضد به يې کارروائي کولى شي.
دمخالفو گوندونو له لوري دحکومت په دې ردعمل پوښتنې راولاړې کړل شوي چې په پوليس عسکرو دحملو دلړۍ باوجود يې دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات دوامداره ساتلي اؤ په دغه موقع دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) يو سينئر غړي محمد حمزه هم دحزب اختلاف ددريځ ملاتړ وکړو.
دمسلم ليگ(ن) دغه سينيټر په دې اړه هم دانديښنې څرگندونه وکړه چې حکومت دپخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ پنجاب دوژل شوي گورنر سلمان تاثير دتښتول شوؤ ځامنو په راخوشې کولو کې سره په دې خبره دپوهيدو ناکام شوي چې هغوي په قبائيلي سيمو کې موجود دي.
داى اين پي حاجي عديل وويل چې دا يواځې امنيتي ځواکونه نۀ دي چې وژل کيږي بلکې دهغه دگوند مشران اؤ غړي هم خيبرپښتونخوا کې تښتولى اؤ وژل کيږي.
په دغه موقع دحزب اختلاف غړو دعوامي نيشنل پارټۍ سره ديو والي څرگندونو په ترڅ کې دايوان څخه واک اؤټ وکړو.
دمسلم ليگ(ق) صدر چوهدري شجاعت حسين په حکومت ټينگار وکړو چې دسينئر صحافي حامد مير له لوري په ځان دحملې په اړه دې دائي ايس ائي دفاع وکړي اؤ زياته يې کړه چې ائي ايس ائي يوه پوځي اداره نۀ وه اؤ دا سويلين کنټرول کې ورکړل شوې وه.
بلخوا دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان پخپل يو بيان کې دهيواد په دفاعي ادارو دبې ځايه نيوکو دنوټس اخستو په ترڅ کې وئيلي دي چې دغه شان تنقيد دښمنانو ته دصورتحال څخه دگټې پورته کولو موقع په لاس ورکوي.
چوهدري نثار په حامد مير دترسره شوې حملې دغندنې کولو په ترڅ کې وئيلي دي په کومه طريقه چې دغه پيښه پرته له کوم ثبوت څخه دپه قومي ادارو دحملې دجواز په توگه وکارول شوه اؤ تورونه پرې ولگول شوه دا دزياتې انديښنې وړ ده اؤ زياته کړې يې ده چې ددفاعي ادارو افسران اؤ ځوانان دپاکستان ددفاع لپاره قربانۍ ورکوي.
XS
SM
MD
LG