لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دبيلسټک ميزائيل کاميابه تجربه کړې


حکومتي اؤ پوځي چارواکي دريځ لري چې دهغوي هيواد دوسلې دزغل برخه جوړيدل نۀ غواړي
حکومتي اؤ پوځي چارواکي دريځ لري چې دهغوي هيواد دوسلې دزغل برخه جوړيدل نۀ غواړي
پاکستان دنهې په ورځ دځمکې څخه ځمکې پورې دوار کوونکي لنډې فاصلې دبيلسټک ميزائيل حتف دريم غزنوي يوه کاميابه تجربه کړې ده.
دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه په دغه اړه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې د٢٩٠ کلو ميټره پورې وار کوونکى دغه ميزائيل د جوهري اؤ روايتي وسلو دوړلو توان هم لري.
دبيان ترمخه ددغه ميزائيلي تجربې مقصد دميزائيل ډلو توان غوره کول دي اؤ دحتف دريم بيلسټک ميزائيل دغه تجربه داسټريټجک ځواک دمشقونو په پايې کې شوې ده. په دغه موقع دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرال راشد محمود، پوځي چارواکي ، سائنسدانان اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود وؤ
په تيرو وختونو کې هم پاکستان اؤ ددغه هيواد روايتي رقيب هند ترمينځ دميزائيلونو تجربې په اړيکو کې دتاؤتريخوالي علت جوړ شوى خو ددواړو گاونډي هيوادونو ترمينځ ددغه رقم تجربو په اړه دوړاندې څخه داطلاع ورکولو دنظام دجوړيدو راپديخوا دغو تجربو اوس دمعمول دکارروائيو حيثيت خپل کړى.
پاکستان کې لوړپوړي حکومتي اؤ پوځي چارواکي دريځ لري چې دهغوي هيواد دوسلې دزغل برخه جوړيدل نۀ غواړي خو هيواد يې دلږ ترلږه دفاع دتوان دبرقراره ساتلو حق لري.
D

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG