لاس رسیدونکی لینک

دتحفظ پاکستان بل سينيټ ته په وړاندې کيدو داپوزيشن مخالفت


دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد تحفظ پاکستان بل ايوان ته وړاندې کړو

دپاکستان حکومت دپارليمان په برني ايوان( سينيټ) کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو قانون (تحفظ پاکستان ارډيننس) وړاندې کړى چې اپوزيشن گوندونو پرې سخت احتجاج کړى دى.

. ددغه ارډيننس منظوري قومي اسمبلۍ اوس اوس ورکړې وه ، دغه ارډيننس امنيتي ځواکونو ته دخلکو دنيولو اؤ په بند کې دساتلو زيات اختيارات ورکوي کوم چې دبشري حقونو دتحفظ ډلې اؤ اپوزيشن گوندونه دبشري حقونو خلاف ورزي گڼي.
دغه بل که هر څو په قومي اسمبلۍ کې داپوزيشن دسخت مخالفت باوجود منظور کړل شوى ؤ، خو اوس به په سينيټ کې داپوزيشن گوندونو مخالفت سره مخ کيږي، په قومي اسمبلۍ کې دحکومتي غړو اکثريت ؤ، خو په سينيټ کې داپوزيشن لپاره حالات سازگار دي.
د١٠٤ؤ غړو په سينيټ کې دپيپلز پارټۍ ٣٩، دعوامي نيشنل پارټۍ ١٢، دايم کيو ايم ٧، دمسلم ليگ(ق) پينځه اؤ دبي اين پي عوامي دغړو شميره ٤ ده چې دغه ټوله شميره ٦٧ جوړيږي اؤ دغه شان دبل دمنظورۍ لپاره به واکمن مسلم ليگ(ن) ته دځان سره اپوزيشن گوندونه هم يو کول وي.
دډپټي چئيرمين سينيټ صابر بلوچ په مشرۍ کې ترسره شوې غونډه کې دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد تحفظ پاکستان بل ايوان ته وړاندې کړو په کوم چې اپوزيشن گوندونو سخت احتجاج وکړو.
زاهد حامد وئيلي دي چې په دغه بل کې ښکاره بدلونونه کړي دي اؤ ترڅو چې په بند کې دساتلو په اړه دشقونو تعلق دى نو هغه دوړاندې څخه دموجود ترهه گرۍ دمخنيوي دايکټ مجريه ١٩٩٧ء څخه اخستل شوي اؤ زياته يې کړه چې دبنديانو دمقام په اړه شقونه دائين دارټيکل لسم څخه شامل کړل شوي.
متحده قومي موومنټ، عوامي نيشنل پارټۍ، پاکستان پيپلز پارټۍ،جى يو ائي اؤ پاکستان مسلم ليګ(ق) ددغه بل مخالفت کړى.
دپيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني په دغه موقع تحفظ پاکستان بل يو تور قانون وگرځولو اؤ وې وئيل چې په دې کې دبشري حقونو خلاف ورزۍ موجودې دي اؤ ددغه قانون لاندې پاکستان نازي رياست جوړولى شي.
همدغه شان دعوامي نيشنل پارټۍ حاجي عديل پخپل غبرگون کې ووئيل په دغه بل دغور لپاره دې دټول ايوان يوه کميټي جوړه کړى شي اؤ دايم کيو ايم سينيټرانو وويل چې تحفظ پاکستان بل به په يو صورت کې هم منظوريدو ته پرې نۀ ښودل شي اؤ زياته يې کړه چې دا داولس سره زياتى دى.
د(ق) ليگ کامل علي اغا وويل چې دغه بل يو تور قانون دى اؤ هيڅ گټه به يې نۀ وي بلکې ددې سره به يو نوى طوفان راپورته کيږي ځکه حکومت دې په دې لړ کې ټول گوندونه په باور کې واخلي.
دجى يو ائي حاجى غلام علي وويل چې پاکستان به پوليس رياست جوړيدو ته ورنۀ کړي، تحفظ پاکستان بل ته که څوک تور قانون وائي نو څوک يې ظالمانه قانون گڼي.
ډپټي چئيرمين صابر بلوچ تحفظ پاکستان بل قائمه کميټۍ ته دليږلو په مهال وويل چې غړي دې اړونده کميټۍ ته دتللو په ترڅ کې خپل تحفظات وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG