لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نثار : داوربند ختميدو وروستو طالبانو سره مذاکرات وړاندې بوتلل گران دي


که چرې طالبان اعتراضونه لري نو مونږ هم تحفظات لرو
که چرې طالبان اعتراضونه لري نو مونږ هم تحفظات لرو

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي حکومت طالبانو سره دمذاکراتو پرمخ وړلو کې سنجيده دى خو دطالبانو له لوري داوربند دخاتمې وروستو مذاکراتي عمل مخ په وړاندې بوتلل گران دي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي حکومت طالبانو سره دمذاکراتو پرمخ وړلو کې سنجيده دى خو دطالبانو له لوري داوربند دخاتمې وروستو مذاکراتي عمل مخ په وړاندې بوتلل گران دي.
پلازمينه اسلام اباد کې دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدنه کړې ده چې پکې دواړو مشرانو دطالبانو له لوري اوربند کې دپراختيا دنۀ کولو پريکړې وروستو په پيدا شوي صورتحال خبرې اترې وکړې.
سرچينې وائي په دغه موقع چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې دا وئيل چې حکومت طالبانو سره دمذاکراتو دعمل مخ په وړاندې بوتللو کې سنجيده نۀ دى سم نۀ دي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دمذاکراتو په لاره کې پراتۀ خنډان په سنجيدگۍ سره لرې کړل.
دسرچينو وينا ده چې چوهدري نثار وويل که چرې طالبان اعتراضونه لري نو مونږ هم تحفظات لرو، خو حکومت د تحفظاتو باوجود مذاکراتي عمل دنيت په خلوص سره مخ په وړاندې يوړو
چوهدري نثاروويل بايد ددواړو مذاکراتي کميټو غړي گنگوسو ته پام ونۀ گرځوي اؤ زياته يې کړه چې اعتراضونه دمذاکراتو په ميز لرې کيدى شي نۀ چې دبيانونو په ذريعه خو دطالبانو لخوا داوربند دخاتمې وروستو دمقصدي مذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوتلل گران کار دى.
په دغه موقع دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق دکورنو چارو وزير ته باور ورکړو چې اوربند کې دپراختيا لپاره طالبانو سره رابطې کولى شي اؤ په راتلونکو دوؤ دريوؤ ورځو کې به دځنډ دختمولو هڅه کولى شي.
سميع الحق وويل بايد دمذاکراتو په دغه عمل کې دواړه خواوې دصبر اؤ زغم څخه کار واخلي.
په دغه موقع چوهدري نثار دقومي سلامتۍ دکميټۍ په غونډه هم دطالبانو دکميټۍ مشر سميع الحق په باور کې واخستو اؤ سميع الحق چوهدري نثار طالبانو سره دشوؤ صلاح مشورو څخه خبر کړو.
له دې وړاندې هم نن اسلام اباد کې دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دقومي سلامتۍ دکميټۍ( اين ايس سي) يوه غونډه وشوه چې پکې فيصله وشوه چې طالبانو سره به امن مذاکرات دانتظار اؤ کتنې دتگلارې لاندې په کم رفتاره اساس جاري وي.
غونډه کې ددې ارادې څرگندونه وشوه چې هيواد کې به دامنيت دټينگښت لپاره ټولې وسيلې په کار راوستى شي.
غونډې ته پخپلو لمړو څرگندونو کې نواز شريف وويل چې هيواد دسختو امنيتي چيلنجونو سره مخ دى دکومو چې دمقابلې اؤ مخنيوي ضرورت دى.
وروستو دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دغونډې برخه والو طالبانو سره دمذاکراتو په اړه په تازه صورتحال حال احوال تير کړو.
غونډه کې دداخلي امنيتي صورتحال دښه کولو په اړه دحکومتي ارادې تکرار هم وشو چې دکميټۍ ترمخه په دې کې غوره والى داقتصادي اؤ ټولنيزې پرمختيا لپاره ضروري دى.
دقومي سلامتۍ په اړه دکابينې کميټۍ دغه غونډه يوه ورځ وروستو له هغې شوې چې تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) دپاکستان حکومت سره اوربند کې دپراختيا نۀ کولو پريکړه وکړه.
په دغه غونډه کې دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان، ددفاع وزير خواجه اصف، دخزانې وزير اسحاق ډار، دوزيراعظم دبهرنو چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز، دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دگډو ځواکونو دکميټۍ چئيرمين جنرال راشد محمود، دپاکستاني فضائيې مشر طاهر رفيق بټ، دبحريې مشر ايډمرل محمد اصف سنديلا، دخفيه ايجنسۍ( ائي ايس ائي) مشر جنرال ظهيرالاسلام اؤ ډائريکټر جنرل انټلي جنس بيورو افتاب سلطان برخه اخستې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG