لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې به دپوليو ډلو تحفظ پوځ کوي


 پاکستان ، افغانستان اؤ نائجيريا دنړۍ هاغه درې هيوادونه دي چرته چې دپوليو کيسونه پرله پسې مخې ته راروان دي.
پاکستان ، افغانستان اؤ نائجيريا دنړۍ هاغه درې هيوادونه دي چرته چې دپوليو کيسونه پرله پسې مخې ته راروان دي.
دراولپينډۍ ښار په جنرل هيډکوارټرز کې ترسره شوې يوه غونډه کې دپاکستان پوځ څخه غوښتنه شوې چې تندلاريتوب ځپلې صوبه خيبرپښتونخوا کې دې دپوليو دخاتمې دډلو دتحفظ لړ کې حکومت سره ملاتړ وکړي.
دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې ترسره شوې دغه غونډه کې د صحت دنړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) استازو، دوفاقي اؤ خيبرپښتونخوا حکومتونو اؤ دفاټا سيکرټريټ استازو برخه اخستې ده.
غونډې ته پاکستان کې دپوليو په تازه صورتحال اؤ دپوليو دکمپائنونو مخې ته دولاړو چيلنجونو په اړه حال احوال تير کړل شوى اؤ وئيل شوي که چرې دپوليو خاتمه باوري نۀ کړل شوه نو دپاکستانيانو په بين المللي سفر بنديز لگيدى شي.
غونډه کې په دې خبره ټينگار شوى چې دراتلونکو نسلونو دپوليو دمرض څخه دبچ کولو اؤ ددغه ناروغۍ دله مينځه وړلو لپاره به په جنگي بنيادونو کار کول وي اؤ دغه لړ کې دامنيتي وضعې ښې کولو په ضرورت هم ټينگار وکړى شو.
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دپاکستان دوزيراعظم په هداياتو پوځ ته وينا شوې چې دپوليو دخاتمې دقومي کمپائن په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا کې ملاتړ وکړي.
پاکستان ، افغانستان اؤ نائجيريا دنړۍ هاغه درې هيوادونه دي چرته چې دپوليو کيسونه پرله پسې مخې ته راروان دي.
دصحت بين المللي ادارې څه موده وړاندې پخپل يو راپور کې دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور دټولې نړۍ دپوليو دوائرسو مرکز گرځولى ؤ.
راپورونه وائي د٢٠١٤م په مهال ټول پاکستان کې دپوليو ٣٣ کيسونه مخې ته راغلي چې پکې د٢٦ؤ تعلق دقبائيلي سيمو سره دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG