لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړى


اوربند کې دپراختيا نۀ کولو دغه پريکړه دتحريک طالبان پاکستان مرکزي شورا په بشپړ اتفاق سره کړې ده
اوربند کې دپراختيا نۀ کولو دغه پريکړه دتحريک طالبان پاکستان مرکزي شورا په بشپړ اتفاق سره کړې ده
غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دپاکستان حکومت سره داوربند موده کې دپراختيا نۀ کولو پريکړه کړې ده.
دطالبانو دوياند شاهدالله شاهد له لوري ميډيا ته په جاري کړل شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې اوربند کې دپراختيا نۀ کولو دغه پريکړه دتحريک طالبان پاکستان مرکزي شورا په بشپړ اتفاق سره کړې ده.
خو بيان کې طالب وياند وئيلي دي چې دهغوي گوند به حکومت سره مذاکراتي عمل په پوره خلوص اؤ سنجيدگۍ سره دوامداره ساتي اؤ دحکومت له لوري دواضحه پرمختگ مخې ته دراتللو صورت کې به تحريک طالبان پاکستان هم سنجيده گام پورته کولو کې دځنډ څخه کار نۀ اخلي.
شاهدالله شاهد پخپل بيان کې تور لگولى چې دحکومت له لوري داوربند په مهال نۀ يواځې دا چې دهغوي ملگري وژل کيدل بلکې دپيس زون دجوړولو اؤ غيرعسکري بنديانو دخوشې کولو په اړه هم مثبت ځواب نۀ دى ورکړل شوى.
بل لوري ته دټي ټي پي دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني هم يو بيان جاري کړى چې پکې هغه حکومت دامن خبرو اترو په اړه په غيرسنجيدگۍ تورن کړى اؤ وئيلي يې دي چې دشريعت نافذولو يواځينۍ لاره جهاد“: دى.
په سمدستي ډول دپاکستان دحکومت له لوري دطالبانو ددغه پريکړې په اړه کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دغيرقانوني تحريک طالبان پاکستان غونډه دخالي په ورځ ترسره شوې وه اؤ په دغه اړه دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق دنهې په ورځ هيله څرگنده کړې وه چې دطالبانو اؤ حکومت له لوري گټورې اشارې ترلاسه کيږي.
خو دميډيا راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې په دغه غونډه کې طالب مشران حکومت سره اوربند کې په پراختيا کولو ويشل شوي،ځينو طالب مشرانو حکومت سره اوربند کې ملاتړ اؤ ځينو داوربند دختمولو پلوي کړې وه.
دمارچ په لمړۍ نيټه طالبانو حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى ؤ اؤ دحکومت له لوري دځينو طالب بنديانو دخوشې کيدو داطلاعاتو مخې ته دراتللو وروستو طالبانو داوربند موده د١٠م اپريل پورې غځولې وه.
دپاکستان حکومت هم دطالبانو له لوري مارچ کې ديوې مياشتې داوربند داعلانولو وروستو قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو دفضائي حملو اودرولو اعلان کړى ؤ.
که هر څو دپاکستان حکومت طالبانو سره مذاکراتو کې دپرمختگ دعوې کوي خو راپورونه وائي چې دهيواد طاقتور پوځ دنواز شريف دحکومت لخوا په يو اړخيزه توگه دطالب بنديانو په خوشې کولو خوښ نۀ دى اؤ دطالبانو له لوري هم په اوسنۍ غونډه کې په حکومت دغيرسنجيدگۍ تورونه لگول شوي وؤ.
دطالبانو له لوري چې حکومت سره دامن خبرو اترو دمخ په وړاندې بوتللو لپاره کومې دوه غوښتنې مخې ته راغلي په هغې کې لمړى دهغوي دبندي ښځو اؤ ماشومانو پشمول د٨٠٠ؤ بنديانو خوشې کول اؤ قبائيلي سيمه يوه پرامنه ساحه گرځول شامل دي ترڅو دهغوي جنگيالي دغلته په ازادانه ډول تگ راتگ وکړل شي.
اوربند کې د١٠م اپريل پورې دپراختيا داعلان کولو په مهال طالب وياند شاهدالله شاهد وئيلي وؤ چې هغوي به دغه موده کې دحکومت له لوري دهغوي دطالبانو دخوشې کولو په اړه (مثبت) ځواب ته انتظار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG