لاس رسیدونکی لینک

سردار مهتاب عباسي دخيبرپښتونخوا دنوي گورنر په توگه سوگند واخستو


دپيښور هائيکورټ چيف جسټس مظهرعالم ميا خيل دپيښورگورنرهاؤس کې سردار مهتاب عباسي ته دغه لوړه ورکړې ده.
دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) سينئر مشر اؤ پخوانى وزيراعلي سردار مهتاب عباسي نن دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دگورنر په توگه سوگند اخستى.
دپيښور هائيکورټ چيف جسټس مظهرعالم ميا خيل دپيښورگورنرهاؤس کې سردار مهتاب عباسي ته دغه لوړه ورکړې ده.
دلوړې اخستو په دغه دستوره کې دابادۍ په لحاظ دترټولو سترې صوبې پنجاب وزيراعلي شهباز شريف ، دپاکستان دکورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان، دقومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر مرتضي جاويد عباسي، بيگم نسيم ولي خان، مولانا سميع الحق، پخوانى گورنر بيرسټر مسعود کوثر، اميرمقام، ميجر(ر) محمد عامر، سينئر وزير سراج الحق، سپيکر اسد قيصر، افتاب خان شيرپاؤ، سردار حسين بابک، سکندر شيرپاؤ، دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرال خالد رباني اؤ دپي ايم ايل(ن) گڼ شمير کارکوونکو برخه اخستې اؤ هغوي دخپل گوند دمشر دخيبرپښتونخوا دمشر په توگه په ټاکنه دخوشحالۍ څرگندونه کړې اؤ دمهتاب عباسي په حق کې يې نعرې وهلي.
په دغه موقع دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک هم په سټيج موجود ؤ.
دسردار مهتاب عباسي څخه دمخه دخيبرپښتونخوا دگورنر دغه منصب د انجنئير شوکت الله سره تر ١٤ؤ مياشتو پاتې شوى ؤ.
دمهتاب عباسي څخه دخيبرپښتونخوا دگورنر دعهدې دغه سوگند په انگريزۍ ژبه کې اخستل شوى اؤ دسوگند اخستو سره سم دواکمن گوند پي ايم ايل اين اؤ پاکستاني وزيراعظم پحق کې غږونه پورته کړى شول.
گورنر هاؤس ته ددريوؤ څخه نيولې تر څلورو زرو ليگي کارکوونکو ته دسوگند اخستو په دغه دستوره کې دگډون بلنه ورکړل شوې وه.
دمهتاب عباسي څخه دلوړې څخه دمخه چيف سيکرټري امجدعلي خان دهغه دتقررۍ په اړه صدارتي فرمان واورولو.
دلوړې اخستو څخه وروستو دخيبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي گورنر سردار مهتاب احمدخان عباسي ميډيا سره خبرو کې وويل کوم جنگيالي چې دقانون اؤ ائين په دائره کې راتلل غواړي هغوي ته په بخښنې ورکولو کې هيڅ حرج نشته ، خو کوم(تندلاري) چې په حقيقي معنو کې مجرمان دي دهغوي سره بايد هيڅ قسمه نرمي ونۀ کړل شي..
دهغه وينا وه قبائيلي سيمو کې چې دتيرو لسو کلونو راهسې کوم حالات دي دهغې له امله په دغو سيمو کې ستونزې موجود دي اؤ زياته يې کړه چې تر دې دمه هغوي (دترهه گرۍ په ضد جگړه کې) دپنځوسو زرو کسانو قرباني ورکړې اؤ ورته د١٠٠ؤ اربو ډالرو دزيان اوړيدو ترڅنگ ټولنيز نظام هم ختم شوى.
گورنر وويل پاکستان يو پرامنه هيواد ؤ اؤ هغوي به دغه هيواد يوځل بيا پرامنه جوړوي اؤ زياته يې کړه سيمه کې چې دتيرو ديرشو کلونو راهسې کوم بدلونونه راغلي دهغې له امله ستونزې جوړي شوي ، خو هغوي معاملې هوارول اؤ بدامني ختمول غواړي.
مهتاب عباسي وويل دبدقسمتۍ نه دتيرو پنځوؤ شپيتوؤ کلونو راهسې دقبائيلي سيمو په لوري چا پام نۀ دى گرځولى اؤ ژمنه يې وکړه چې هغوي به دغلته دتعميراؤ ترقۍ نوى دور شروع کوي.
هغه وويل دوسيلو کمى نشته ، خو دهغه لپاره به تر ټولو ستر چيلنج دقبائيلي اولس باور بحالول وي.
هغه وويل ”بس ډيره وشوه،دقتل وغارت لړۍ اودريدل پکار دي“
مهتاب عباسي وويل فاټا تجارتي ساحه جوړول غواړو اؤ زياته يې کړه دغلته چې کوم تندلاري موجود دي هغوي هم دخپل موجوده حالت له امله ستونزې کې نښتي اؤ يرغمال دي ، ځکه څوک چې هم دقانون اؤ ائين دائره کې راتلل غواړي ورته په بخښنې ورکولو کې هيڅ حرج نشته.
گورنر وويل مذاکراتي عمل پيچيده دى ځکه نۀ خو دټي وي په فورمز کيدى شي اؤ نۀ هم دجرگو په ذريعه بلکې ددې خپل طريقه کار دى چې ترمخه يې کار روان دى اؤ ترڅو چې دقبائيلي اولس تعلق دى نو هغوي يواځې امن غواړي.
هغه وويل کوم کسان چې بنديان دي دهغوي دمعاملو جاج به اخستى شي ، کوم کسان چې بې گناه دي هغوي به خوشې کولى شي ، خو کوم چې مجرمان دي دهغوي لپاره سخته رويه خپلول پکار دي.
XS
SM
MD
LG