لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز رشيد دحکومت اؤ پوځ ترمينځ داختلافاتو ترديد کړى


ې دغسې افواه گانې يواځې هاغه عناصر خوروي کوم چې دامرانه اصولو لاندې روزل شوي دي
ې دغسې افواه گانې يواځې هاغه عناصر خوروي کوم چې دامرانه اصولو لاندې روزل شوي دي
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد دپاکستان دپوځ اؤ حکومت ترمينځ داختلافونو اؤ په پوځ دتنفيد وروستو دځينو وفاقي وزيرانو څخه داستعفي گانو غوښتو داطلاعاتو ترديد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دپوځ پشمول ټولې ادارې دهيواد دائين په دائره کې کار کوي.
پرويز رشيد دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې مقامي ميډيا دسرچينو له خُلې راپور ورکړو چې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف په مشرۍ تيره ورځ دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دکورکمانډرانو په ترسره شوې غونډه کې پوځي مشرانو د مرکزي وزيرانو لخوا په پوځ د نيوکو اؤ طالبانو سره دمذاکراتو په عمل دتحفظاتو څرگندونه کړې وه اؤ امريکائي ورځپاڼې والسټريټ جرنل هم پخپل يو راپور کې دعوه کړې وه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دمشرف په کيس ناخوښ دى.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال پرويز رشيد وئيلي دي چې دغسې افواه گانې يواځې هاغه عناصر خوروي کوم چې دامرانه اصولو لاندې روزل شوي دي اؤ زياته يې کړه چې دغه عناصر به پخپلو ارادو کې نۀ بريالي کيږي.
پرويز رشيد وويل دپاکستان پوځ تل دهيواد ددفاع لپاره قربانۍ ورکړي.
هغه وويل قام په دغو قربانو وياړ کوي اؤ زياته يې کړه چې دقام سره مينه لرونکى يو تن هم پوځ ته گوته نۀ شي نيولى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې معيشت دحکومت دمثبتو تگلارو په نتيجه کې مضبوط شوى دى اؤ زياته يې کړه چې دډالر په مقابله کې دروپۍ قدر سيوا شوى.
داطلاعاتو وزير وويل حکومت دانرژۍ دبحران څخه دهيواد دويستو لپاره ژمن دى اؤ وعده يې وکړه چې دهيواد څخه به دامن ځانگو جوړولى شي.
دپاکستان په پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې په اړه پرويز رشيد وويل دهغه کيس دعدالت په وړاندې دى اؤ هرڅوک به دعدالت دفيصلې درناوى کوي.
بل لوري ته دپاکستان صدر ممنون حسين هم په يوه مرکه کې دحکومت اؤ پوځ ترمينځ دڅه رقم ټکر ترديد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دچين څخه په راستنيدو به دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف صورتحال سمبال کړي.
صدر وئيلي دي زۀ دنواز شريف په ذهن پوهه يم، هغه به صورتحال قابو کړي، هغه به اختلافونه سيوا کيدو ته پرې نۀ ږدي
صدر ممنون حسين وئيلي دي حالات يقيناً چې نۀ دي خراب ، لکه څنگه چې په ميډيا ښودل کيږي اؤدعوه يې وکړه چې په مبالغه ارايۍ بنياد لرونکې غيرضروري دعوې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG