لاس رسیدونکی لینک

تسنيم اسلم وائي طالبانو سره مذاکرات دپاکستان کورنۍ معامله ده


دپاکستان په کورنو معاملو کې دمداخلت حق نۀ دى ترلاسه
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې طالبانو سره مذاکرات دپاکستان کورنۍ معامله ده اؤ په دغه اړه به چاته دهغوي په کورنو معاملو کې دمداخلت حق نشته.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال تسنيم اسلم وويل افغانستان کې دجمهويت لړۍ سيمې لپاره مهمه ده اؤ زياته يې کړه چې ځکه په ا فغانستان کې اوسنۍ صدارتي ټولټاکنې غوره دي.
هغې وويل افغانستان کې دټولټاکنو ترسره کيدو وروستو پاک افغان پوله پرانستل شوې.
دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان به دافغان اولس مرسته دوامداره ساتي خو دافغان طالبانو سره مذاکرات کول دافغان حکومت کار دى.
لويديز چارواکي اؤ افغان مشران باور لري چې د١٩٩٠ء په لسيزه کې طالبانو سره دښو اړيکو لرلو له امله پاکستان اوس هم په هغوي زيات اثرورسوخ لري اؤ دافغان حکومت سره يې دمذاکراتو ميز ته په کښينولو کې کوټلى کردار ادا کولى شي.
خو پاکستان دريځ لري چې په افغان طالبانو څه رقم کنټرول نۀ لري اؤ دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکراتو کې يواځې داسانۍ ورکولو کردار ادا کولو ته چمتو دى.
تسنيم اسلم وويل چې پاکستاني طالبانو سره مذاکرات دپاکستان کورنۍ معامله ده اؤ چاته دپاکستان په کورنو معاملو کې دمداخلت حق نۀ دى ترلاسه.
تيرکال دمئ په مياشت کې اقتدار ته درسيدو وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف طالبانو سره دجوړجاړي هڅې پيل کړي ، دغو هڅو ته دطالبانو له لوري په امنيتي ځواکونو دحملو دذمه وارۍ اؤ دفرورۍ په مياشت کې دمهمند ايجنسۍ دطالبانو دڅانگې دمشر عمرخالد خراساني له لوري ٢٠١٠م کې دتښتول شوؤ ٢٣ؤ ايف سي عسکرو څخه دسرونو قلمونو وروستو سخته ضربه ورسيده.
ددې په ځواب کې دپاکستان پوځ دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه خيبر، جنوبي اؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو بمباري وکړه چې پکې دمهمو طالب کمانډرانو پشمول دلسگونو جنگيالو ادعاوې وشوې.
دپاکستان حکومت دغه عمليات دطالبانو دکارروائيو ردعمل وگرځولو اؤ طالبانو څخه يې په يو اړخيز ډول داوربند اعلانولو غوښتنه وکړه، دطالبانو لخوا دمارچ په شروع کې ديوې مياشتې لپاره حکومت سره داوربند داعلانولو وروستو جواباً دپاکستان حکومت هم قبائيلي سيمو کې فضائي حملې اودرولې.
دحکومت له لوري روانه مياشت کې د١٩ؤ طالب بنديانو دخوشې کولو داعلان وروستو طالبانو هم لسم اپريل پورې اوربند کې دپراختيا اعلان کړى.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ داوربند داعلان ترڅنگ دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دبمي چاؤدنو لړۍ هم دوامداره ده اؤ سرچينې وائي تيره ورځ راولپينډۍ کې دجنرال راحيل شريف په مشرۍ ترسره شوې دکورکمانډرانو غونډه کې پوځي مشرانو دمذاکراتو سره په بمي چاؤدنو ترسره کيدو پوښتنې راولاړې کړي.
XS
SM
MD
LG