لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد: بمي چاؤدنه کې ١٩ کسان وژل شوي،٥٠ ژوبل


پوليس وائي چې دميوې دغه پيټۍ دپاکستان دپنجاب صوبې څخه وروړل شوې وې.
دپاکسان پلازمينې اسلام په سبزي منډۍ سيمه کې دميټرو شاپنگ سنټر شاته ترسره شوې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ١٩ کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٥٠ نور ژوبل شوي دي.
دلمړو اطلاعاتو ترمخه دغه چاؤدنه دميوې په يوه پيټۍ کې دايښودل شوؤ بارودو له امله شوې اؤ دپوليسو وينا ده چې چاؤدنه کې تر پينځوؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد استعمال شوي چې له امله يې خواؤشا ١٣ گاډي هم تباه شوي دي.
راپورونه وائي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې سحر وختي خلک دميوې په اخستو بوخت وؤ.
چيف کمشنر اسلام اباد طاهر سعيد وائي دميوې منډۍ کې چې کله دامرودو دپيټو بولي لگول کيده نو په دغه مهال يوه زورداره چاؤدنه وشوه ځکه انديښنه څرگندولى شي چې دغه چاؤدنه دامرودو په پيټو کې دوړاندې څخه دايښودل شوؤ بارودو په نتيجه کې شوې ده.
دچاؤدنې پځايې کې ددوؤ څخه تر دريوؤ فُټو ژوره کنده شوې.
داسلام اباد ائي جي خالد خټک وئيلي دي چې دچاؤدنې په مهال په منډۍ کې تر دوؤ زرو کسان موجود وؤ اؤ دميوې په دغه منډۍ کې له دې وړاندې دورانکارۍ په اړه کومه اطلاع نۀ وه ترلاسه شوې اؤ زياته کړې يې ده چې دپيښې پلټنې روانې دي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته داسلام اباد پوليس، دترهه گرۍ ضد عسکر، دبمونو ناکاره کوونکو پوليسو ډله ، دپاکستاني پوځ اؤ ايليټ فورس عسکر رسيدلي اؤ دپيښې دځايې دمحاصره کولو سره يې دميوې منډۍ کې دموجودو څيزونو تالاشي پيل کړې.
دپاکستان انسټي ټيوټ اف ميډيکل سائنس( پمز) وائس چانسلر پروفيسر اکرم وينا ده چې په هسپتال کې د٣١ؤ کسانو علاج روان دى اؤ دژوبل شوؤ څخه زياتره دپوخ عمر خلک دي.
سرچينې وائي دراولپينډۍ يو هسپتال ته هم ٢٥ کسان وړل شوي دي اؤ په دغو دواړو هسپتالونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
دپاکستان وزيراعظم نواز شريف، صدر ممنون حسين، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ددغه چاؤدنې غندنه کړې ده.
چوهدري نثار دپيښې په اړه راپور غوښتى دى.
ددغه چاؤدنې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى اؤ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دپيښې دغندنې کولو په ترڅ کې ددې سره دلاتعلقۍ څرگندونه کړې.
پلازمينه اسلام اباد کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې رامينځته شوې چې تيره ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سبي ښار کې په ريلوى سټيشن جعفرايکسپريس کې هم چاؤدنه شوې وه چې پکې ١٧ کسان وژل شوي اؤ ٤٥ نور ژوبل شوي وؤ.
تيره ورځ دپاکستان خفيه ايجنسو پوليسو ته خبردارى ورکړى ؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي دعمل مخالفه تندلاري پلازمينې اسلام اباد، پيښور اؤ کوئټه کې دترهه گريزو هلو ځلو منصوبه بندي کوي.
دخفيه ايجنسو اؤ داخله وزارت ترمخه په دغه اړه څه نۀ شي وئيل کيدى چې دغه حملې به کله کيږي ، خو چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته وئيلي وؤ چې يوه نوې ډله انصارالهند به ددغو حملو ذمه واري په غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG