لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپښتونخوا گورنر انجنئير شوکت الله مستعفي


 دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه شوکت الله خان خپله استعفي ايوان صدر ته ليږلې ده
دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه شوکت الله خان خپله استعفي ايوان صدر ته ليږلې ده
راپورونه وائي انجنئير شوکت الله خان دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دگورنر دعهدې څخه مستعفي شوى دى.
دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه شوکت الله خان خپله استعفي ايوان صدر ته ليږلې ده اؤ هيله کيږي چې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سردار مهتاب عباسي به دگورنر ځايې ونيسي.
انجنئير شوکت الله دکال ٢٠١٣م دفرو دمياشتې راهسې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې گورنر پاتې شوى.
هغه دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري دهاغه وخت دوزيراعظم راجه پرويز اشرف په مشوره په ١١مه فرورۍ ٢٠١٣م کې دخيبرپښتونخوا گورنر ټاکلى ؤ، ښاغلي شوکت ته دغه منصب دمسعود کوثر څخه وروستو سپارل شوى ؤ.
دگورنر دعهدې ترلاسه کولو څخه دمخه هغه درياستونو اؤ سرحدي سيمې وفاقي وزير پاتې شوى ؤ.
شوکت الله داين اى ٤٣ دباجوړ ايجنسۍ دناوگئ سيمې څخه دپاکستان دقومي اسمبلۍ غړى ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG