لاس رسیدونکی لینک

قومي اسمبلۍ څخه دتحفظ پاکستان بل په منظورۍ داپوزيشن مخالفت


دحزب اختلاف گوندونو دبل دمخالفت کولو په ترڅ کې دايوان څخه واک اؤټ وکړو
دپاکستان حکومت هيواد کې دترهه گرۍ په ضد دتحفظ پاکستان بل دحزب اختلاف دسخت مخالفت باوجود دپارليمان دښکتني ايوان يا قومي اسمبلۍ څخه منظور کړى دى.
ددغه بل دمنظورۍ په ضد دحزب اختلاف دغړو له لوري سخت اړى گړى مخې ته راغلى اؤ تر دې چې دبل نقلونه يې هم شلولي، خو حکومتي غړو اخر هم دغه قانون سازي منظوره کړه.
دقومي اسمبلۍ غونډه دگل اؤ نهې په مينځ شپه دسپيکر اياز صادق په مشرۍ وشوه چې پکې دپوښتنو ددمې وروستو وفاقي وزير زاهد حامد هيواد کې دترهه گرۍ په ضد دتحفظ پاکستان بل دبدلونونو سره په دريم ځل وړاندې کړو.
په دغه موقع دتحريک انصا له لوري دکورم په کمي دشک څرگندونه وشوه خو دسپيکر په وينا ترسره شوې شميره پوره وه.
دحزب اختلاف گوندونو دبل دمخالفت کولو په ترڅ کې دايوان څخه واک اؤټ وکړو ، خو داپوزيشن دواک اؤټ باوجود واکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) اؤ ائتلافيانو يې دغه بل په ساده اکثريت سره منظور کړو.
دحزب اختلاف گوندونو دړکه کړې چې په سينيټ کې داپوزيشن گوندونو داکثريت په اساس به دغه بل منظوريدو ته پرې نۀ ښودل شي.
حکومت دريځ لري چې دتحفظ پاکستان بل مقصد دترهه گرۍ په ضد دمقدمو عمل کې تُُندي باوري کول ، دترهه گرۍ دخطرو مخه نيول اؤ دقانون احترام کوونکو وگړو ته تحفظ ورکول دي
خو حزب اختلاف تور لگولى چې دغه بل دبنيادي حقونو په ضد دى.
دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وزير زاهد حامد ددغه بل ددفاع کولو په مهال وئيلي دي چې موجوده صورتحال کې دا بل ضروري ؤ.
هغه دعوه کړې چې په بل بيلا بيلو مرحلو کې غور شوى اؤ دحزب اختلاف ټول گوندونه پرې په باور کې اخستل شوي دي.
قومي اسمبلۍ ته وئيل شوي چې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې به دتعليم دودې لپاره ځانگړي گامونه اخستى شي.
درياستونو اؤ سرحدي سيمو وزير عبدالقادر بلوڅ ايوان ته وويل چې حکومت د٢٠٠٥-٠٦ راهسې فاټا کې سکولونو کې دماشومانو داخله کې داضافې لپاره دلمړي جماعت څخه ١٠م جماعت پورې نصابي کتابونه ويړيا ورکوي اؤ زياته يې کړه چې دشپږم څخه دلسم گوند ټولو طالباتو ته دوه سوه روپۍ دمياشتې پسر وظيفه هم ورکولى شي.
په بل کې دورکړل شوي متن له مخې په دې کې دتحفظ پاکستان بل ٢٠١٣م شقونه هم شامل دي، بل کې ليکل شوي چې دترهه گرۍ په ضد دمقدمو داوريدنې لپاره به ځانگړې محکمې جوولى شي اؤ دترهه گرۍ په اړه به پلټنې گډه پلټنيزه ډله کوي.
.دځانگړو محکمو د پريکړو په ضد به ١٥ؤ ورځو کې ستره محکمه کې اپيل کيدى شي.
همدغه راز به کوم شکمن ترهه گر ددريوؤ مياشتو لپاره په بند کې ساتل کيدى شي.
دمقدمې کارروايۍ به دائين دارټيکل ١٠ سره په ټکر کې نۀ وي اؤ سزا شوى تن به ددغه بل لاندې دهيواد په کوم زندان کې هم ساتل کيدى شي.
په تحفظ پاکستان بل دخپلو خيالاتو څرگندونو په مهال دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي چې حکومت دې دتُِندۍ پځايې دحزب اختلاف دگوندونو سره په شريکه بل کې موجود نقصونه له مينځه يوسي.
همدغه شان دتحريک انصاف يو مشر شاه محمود قريشي وئيلي دي ددغه بل ترمخه کوم تن چې دهيواد دښمن وي يا دکوم تن څخه هيواد ته خطره وي دهغه په ضد به دنوؤ قوانينو لاندې گامونه اخستى شي خو په دغه بل کې دا نۀ ده واضحه کړل شوې چې دهيواد دښمن به څوک اؤ په کوم شکل کې وي.
دپيپلز پارټۍ اعجاز جاکهراني ددغه بل منظوريدل دپاکستان لپاره يوه توره ورځ گرځولې اؤ وئيلي يې دي چې نن واکمن گوند ديو امر درويې خپلولو سره دغه بل پاس کړى.
دايم کيو ايم مشر فاروق ستار دتحفظ پاکستان بل يو تور قانون گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دغه بل دبنيادي انساني حقونو په ضد دى ځکه چې پکې دکتلو سره سم دگولۍ دويشتو اختيار ورکړل شوى.
XS
SM
MD
LG