لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې درايې شميرنه پيل شوه


په دغه مهال ټول افغانستان کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دافغانستان دټولټاکنو خپلواکه کميشن وائي چې دهيواد په تاريخي صدارتي ټولټاکنو کې درايې ورکولو عمل په پرامنه ډول پايې ته رسيدلى اؤ درايې اچولو په مرکزونو کې درايې شميرل شروع شوي دي.
افغانستان کې نن دخالي په ورځ صدارتي اؤ دولايتي شوراگانو ټولټاکنې سحر ٧ بجې شروع شوې وې اؤ ديوې گينټې دپراختيا سره دماښام پنځه بجې پايې ته رسيدلي دي.
په دغه مهال ټول افغانستان کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دافغانستان دخپلواکه ټولټاکنو دکميشن( ائي اي سي) سيکرټري ضياء الحق امرخيل وينا ده چې په پنځه بجې درايې اچولو دعمل سرته رسيدو وروستو درايې اچولو مرکزونو کې دووټونو شميرنه روانه ده.
يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې هغه وئيلي دي درايې اچولو هاغو مرکزونو کې اوس هم پولنگ روان دى چرته چې خلکو دوړاندې څخه انتظار کولو اؤ دغه عمل دهغوي دووټ اچولو پورې دوام لري.
په داسې حال کې چې طالبانو په پنځم اپريل افغانستان کې دټولټاکنو دگډوډلو دړکه کړې په لکونو افغانانو نن دخالي په ورځ صدارتي ټولټاکنو کې دخپلې رايې حق کارولى.
دطالبانو له لوري دټاکنو دعمل دسبوتاژ کولو اؤ دټولټاکنو دبرخې جوړيدونکو دپه نخښه کولو ددړکو باوجود افغان څيړونکي وائي چې په لويې شمير کې افغانانو دخپل ووټ دحق په گڼ شمير کې وکارولو.
افغانستان کې درايې اچولو عمل دمقامي وخت مطابق سحر اووۀ نيمې بجې پيل شوى ، کوم چې ديوې گينټې په پراختيا سره دماذيگر تر پنځوؤ بجو پورې دوام ولرلو.
دټولټاکنو لپاره ټول هيواد کې د٢٨ؤ زرو څخه زياتې درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي اؤ يو کروړ اؤ لس لکه افغانان دووټ اچولو جوگه دي.
دافغانستان موجوده صدر حامد کرزى په ٢٠٠١ء کې افغانستان کې دامريکا له لوري دطالبانو دحکومت دتختې اړولو څخه راپديخوا په اقتدار کې دى.
حامد کرزى پرله پسې دوه ځله دافغانستان صدر پاتې شوى اؤ ددغه هيواد داساسي قانون له مخې يو صدر پرله پسې په دريم ځل صدر نۀ شي جوړيدى ، ځکه حامد کرزى په دغو صدارتي انتخاباتو کې دبرخې اخستو جوگه نۀ دى اؤ هم له دې امله نن افغانستان کې ترسره کيدونکې ټولټاکنې داقتدار په پرامنه ډول دمنتقلۍ لپاره زيات مهم گڼلى شي، دصدارتي ټولټاکنو ترڅنگ هيواد کې دصوبائي کونسل ټاکنې هم کيږي.
دصدارت دمنصب لپاره په ميدان کې ٨ کانديدان موجود دي چې پکې داشرف غني، عبدالله عبدالله اؤ زلمي رسول ترمينځ دسختې مقابلې هيله ده.
دټولټاکنو په پرامنه ډول ترسره کيدو لپاره ټول هيواد کې ددوؤ لکو څخه زيات عسکر تعينات کړل شوي، په ځانگړې توگه درايې اچولو دمرکزونو څخه گيرچاپيره امنيتي حصارونه جوړ کړل شوي ترڅو افغان اولس دخپل ووټ حق وکاروي.
دافغانستان دټولټاکنو دخپلواکه کميشن ترمخه په لمړي پړاؤ کې که چرې يو صدارتي کانديد په ٥٠ فيصده ووټونو ترلاسه کولو کې ناکام شي نو په دغسې صورت کې به بيا په دوهم پړاؤ کې تر ټولو دزياتو ووټونو ترلاسه کړو دوؤ کانديدانو ترمينځ مقابله کيږي.
افغان طالبانو دتيرو دوؤ اوونو راهسې پايتخت کابل کې دگڼو حملو اؤ په ځانگړې توگه داليکشن کميشن په دفتر اؤ سرينا هوټل دحملو مسؤليت په غاړه اخستى.
دجمعې په ورځ هم يو افغان عسکر په خوست ولايت کې په دوؤ غيرملکي ښځينه خبريالانو حمله کړې چې پکې يوه وژل شوې اؤ بل ژوبل شوې وه.
XS
SM
MD
LG