لاس رسیدونکی لینک

سميع الحق : راتلونکو دوؤ ، دريوؤ ورځو کې دمذاکراتو بل پړاؤ امکان لري


سميع الحق وئيلي دي چې دمذاکراتو لپاره دځايې اؤ وخت ټاکنه کولى شي
راپورونه وائي دپاکستان دکورنو چارو دمرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان په مشرۍ اسلام اباد کې دحکومتي اؤ طالبانو دمذاکراتي کميټو گډه غونډه ترسره شوې چې پکې دطالب بنديانو دخوشې کولو په گډون په بيلا بيلو مهمو چارو غور شوى دى.
دخالي په غرمه ددواړو کميټو دشريکې غونډې ترسره کيدو وروستو دطالبانو د مذاکراتي کميټۍ مشر مولانا سميع الحق وئيلي دي چې راتلونکو دوؤ ، دريوؤ ورځو کې دحکومت اؤ طالبانو دشورا ترمينځ دمذاکراتو راتلونکى پړاؤ امکان لري.
سميع الحق وئيلي دي چې دمذاکراتو لپاره دځايې اؤ وخت ټاکنه کولى شي اؤ زياته يې کړه چې په نننۍ غونډه کې دخيرخواهۍ فضاء ته دودې ورکولو په بيلا بيلو گامونو غور شوى دى.
هغه وويل دحکومت له لوري اخستل شوي گامونه دهغوي دخيرخواهۍ عکاسي کوي اؤ زياته يې کړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغه رقم نورې مثبتې اشارې هم وليدل شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سميع الحق وويل چې دواړه خواوې به دراتلونکې غونډې په مهال يو بل ته خپلې غوښتنې ږدي اؤ زياته يې کړه چې تر دې مهاله دبنديانو تبادله دلويو غوښتنو څخه يوه ده.
هغه وويل حکومت دغيرجنگي بنديانو په خوشې کولو غور کوي اؤ ترڅه حده يوې نتيجې ته رسيدلى دى.
سميع الحق وويل چې دواړو خواؤ اوربند کې په پراختيا داطمينان څرگندونه کړې ده.
دغه غونډه په داسې حال کې ترسره شوې چې طالبانو دحکومت له لوري د١٩ؤ طالب بنديانو دخوشې کولو داعلان وروستو حکومت سره اوربند کې تر ١٠م اپريل پراختيا وکړه.
پنجاب هاؤس اسلام اباد کې ترسره شوې دغه غونډه کې دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دطالبانو دغيرعسکري بنديانو دخوشې کولو په اړه دحکومتي گامونو څخه ددواړو کميټو غړي خبر کړل اؤ سرچينې وائي ددواړو کميټو غړو ددې ستائينه وکړه.
دسرچينو وينا ده چې په نننۍ غونډه کې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ په روان مذاکراتي عمل هم صلاح مشوره شوې ده.
سرچينې زياتوي چې دواړو کميټو په دغه گډه غونډه کې دحکومتي مذاکراتکارو اؤ طالب مشرانو ترمينځ دراتلونکې نيغ په نيغه ليدنې لپاره دځايې اؤ وخت ټاکنه هم وکړ ه اؤ دطالبانو له لوري حکومت ته دبنديانو دورکړل شوي فهرست په گډون دخبرو اترو دعمل دمخ په وړاندې بوتللو لپاره هم په بيلا بيلو چارو غور وشو.
دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان دجمعې په ورځ دپاکستان قومي اسمبلۍ ته وئيلي دي چې حکومت تحريک طالبان پاکستان سره دنيغ په نيغه مذاکراتو کولو فيصله کړې ده ترڅو دخبرو اترو عمل دکاميابۍ ممکنه موقع ولري.
نثار وئيلي دتيرکال دټول گونديز کانفرنس دفيصلو په رڼا کې حکومت ټي ټي پي سره دمذاکراتو پريکړه کړې اؤ د حکومت اؤ طالبانو دمذاکراتي ډلو ترمينځ دنيغ په نيغه مذاکراتو بندوبست شوى اؤ دواړو ډلو مثبت رويه ښودلې اؤ دخپل مينځي غونډو په دوامداره ساتلو يې اتفاق کړى.
دطالبانو دکميټۍ رابطه کار مولانا يوسف شاه له دې وړاندې ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دخالي په ورځ ترسره کيدونکې دغه ليدنه کې به دطالبانو دبنديانو دخوشې کولو پشمول دطالبانو سره دنيغ په نيغه مذاکراتو لپاره دځايې اؤ وخت په ټاکنه هم غور کولى شي.
دطالبانو دکميټۍ رابطه کار وئيلي دي چې دحکومت له لوري دطالبانو د١٩ؤ غير عسکري بنديانو دخوشې کولو په اطلاعاتو کې صداقت نشته اؤ زياته يې کړه چې په دغو کسانو کې ديو نوم هم په هاغه فهرست کې نۀ دى شامل چې دطالبانو لخوا حکومت ته ورکړل شوى.
هغه وئيلي چې بايد حکومت دبنديانو دخوشې کولو په معامله دطالبانو کميټي په باور کې واخلي.
له دې وړاندې طالبانو حکومت سره اوربند کې د١٠م اپريل پورې پراختيا راوستې وه اؤ وئيلي وؤ چې په دغه موده کې به هغوي دطالب بنديانو دخوشې کيدو په اړه دحکومت ځواب ته انتظار کوي.
طالبانو اوربند کې دپراختيا دغه اعلان يوه ورځ وروستو له هغې وکړو چې دپاکستان حکومت د١٩ؤ غيرجنگي طالب بنديانو دخوشې کولو اعلان وکړو.
بل لوري ته دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو مرکزي وزير سنييټر پرويز رشيد دطالبانو له لوري ١٠م اپريل پورې اوربند کې دپراختيا داعلان هرکلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې هاغه نيول شوي غير عسکري طالب بنديان به خوشې کولى شي چې په ضد يې (ورانکارۍ کې دککړتيا په اړه) کوم ثبوت ترلاسه نۀ شي.
ميډيا سره خبرو ښاغلي رشيد وئيلي چې امن ته دموقعې ورکولو وخت رارسيدلى اؤ زياته کړې يې ده چې قامي سياسي قوتونه هم دامن دلارې په حق کې دي.
هغه زياته کړې چې پاکستان جگړې ته ضرورت نۀ لري اؤ طالبانو سره خبرې هم ددغه تگلارې نتيجه ده.
اخوا ددفاعي پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسن دخالي په پنجاب پوهنتون کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې حکومت طالبانو سره دمذاکراتو دنتيجې په اړه هيله مند دى.
رانا تنوير وئيلي دي چې دغيرجنگي بنديانو خوشې کول دترهه گرۍ دستونزې دهواري لټولو په اړه دحکومتي هڅو برخه ده.
هغه وويل چې دمذاکراتو په عمل کې به ددوؤ نيمو سوؤ غيرجنگي بنديانو دخوشې کولو معامله راپورته کولى شي.
هغه وويل چې دپوځ پشمول ټولې ادارې دتندلارو په ضد داخري لارې په توگه په پوځي عميلاتو متفق دي.
XS
SM
MD
LG