لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ١٠م اپريل پورې اوربند کې د پراختيا اعلان کړى


” ټي ټي پي يو ځل بيا دسنجيدگۍ اؤ ذمه وارۍ څرگندونه کوي اؤ دحکومت دځواب دانتظار کولو لپاره اوربند تر ١٠م اپريل پراخوي“
” ټي ټي پي يو ځل بيا دسنجيدگۍ اؤ ذمه وارۍ څرگندونه کوي اؤ دحکومت دځواب دانتظار کولو لپاره اوربند تر ١٠م اپريل پراخوي“

غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دپاکستان حکومت سره ١٠م اپريل پورې اوربند کې پراختيا کړې اؤ وئيلي يې دي چې دطالبانو شورا به د١٠م تاريخ څخه وروستو ترسره کيدونکې غونډه کې دراتلونکي دتگلارې اعلان کوي.
دطالبانو له لوري په اوربند کې دلسم اپريل پورې دپراختيا دغه اعلان په داسې حال کې شوى چې يوه ورځ دمخه دپاکستان حکومت دطالبانو د١٩ؤ بنديانو دخوشې کولو اعلان کړى ؤ.
د کورنو چارو د وزارت له لوري په دغه اړه اعلان شوى چې جنوبي وزيرستان کې د٢٠٠٩م دپوځي عملياتو دپيل کيدو څخه وروستو په لمړي ځل په لويې شمير کې خلک خوشې کړل شوي دي.
دکورنو چارو دوزارت يو وياند وئيلي دي چې خوشې کړل شوي دغه غيرعسکري بنديان دمحسود قبيلې سره تعلق لري.
دداخله وزارت دبيان ترمخه ددغو بنديانو څخه درې په ٢١م مارچ، پنځه په ٢٥م مارچ اؤ ١١ په ٢٨م مارچ خوشې کړل شوي وؤ اؤ زياته کړل شوې چې دغه کسان داستخباراتي معلوماتو يا شک په اساس نيول شوي وؤ.
دپاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ميډيا ته په جاري شوي خپل يو بيان کې وئيلي دي چې مونږ دخپلو غوښتنو لړ کې تر دې مهاله دحکومتي ځواب په انتظار يو اؤ هيله کوؤ چې دغه ځواب به مثبت وي
طالب وياند وائي ټي ټي پي يو ځل بيا دسنجيدگۍ اؤ ذمه وارۍ څرگندونه کوي اؤ دحکومت دځواب دانتظار کولو لپاره اوربند تر ١٠م اپريل پراخوي
هغه دعوه کړې چې طالبانو مقصدي مذاکراتو کې دسنجيدگۍ څرگندونه کړې اؤ په راتلونکي کې به هم دغسې کوي.
په اردو ژبه ليکل شوي ديوې پاڼې په دغه بيان کې زياته کړل شوې ده چې طالبان داولس په وړاندې خپل دريځ واضحه کول غواړي چې هغوي مذاکراتو کې سنجيده دي اؤ تور يې لگولى چې دحکومت ځواب د ډاډ وړ نۀ دى.
طالب وياند وائي چې دطالبانو شورا داوربند په نيټه کې پراختيا کړې اؤ هغوي به د١٠م اپريل څخه وروستو دمذاکراتو دراتلونکي دتگلارې په اړه پريکړه کوي.
د شاهدالله شاهد وينا ده چې هغوي تر دې دمه دخپلو غوښتنو لړ کې دحکومتي ځواب په انتظار دي چې پکې دغيرجنگيالو بنديانو خوشې کول هم شامل دي، خو داوربند دختميدو ددريوؤ ورځو دتيريدو باوجود هم حکومت تر دې دمه طالبانو ته په دغه اړه ځواب نۀ دى ورکړى.
طالب وياند وئيلي دي چې ټي ټي پي خپلو جنگيالو ته په حکومت يا قانون نافذونکو ادارو دڅه رقم حملو نۀ کولو امر کړى.
دفرورۍ په مياشت کې دمهمند ايجنسۍ دطالبانو دمشر عمرخالد خراساني له لوري د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو څخه دسرونو قلمولو ددعوې وروستو دطالبانو اؤ حکومت ترمينځ مذاکراتو کې ځنډ رامينځته شوى ؤ.
ددغه پيښې په ځواب کې دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمو خيبر ايجنسۍ، شمالي اؤ جنوبي وزيرستان سيمو دتندلارو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو دجنگي جهازونو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه تر څو ورځو بمباري کړې وه چې پکې ديو شمير مهمو طالب مشرانو پشمول دلسگونو جنگيالو دوژنې دعوه شوې وه.
دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دوفاقي کابينې په يوه غونډه کې طالبانو څخه په يو اړخيز اؤ غيرمشروط ډول داوربند اعلانولو غوښتنه وشوه اؤ وروستو طالبانو دمارچ په لمړۍ نيټه ديوې مياشتې لپاره داوربند اؤ حکومت ددې په ځواب کې قبائيلي سيمو کې دفضائي کارروائيو داودرولو اعلان وکړو.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمارچ په مياشت کې داوربند داعلانيدو باوجود هم دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې بمي چاؤدنې اؤ ځانمرگي حملې روانې وې چې پکې دزياترو بمي چاؤدنو مسؤليت داحرارالهند په نوم يوې تندروه ډلې په غاړه اخستې وه اؤ دپاکستان حکومت خبردارى ورکړى چې دمذاکراتو دملاتړ نۀ کوونکو ډلو په ضد به گامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG