لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجماعت اسلامي امن کانفرنس کې طالبانوسره اسلام اباد کې د خبروغوښتنه


سراج الحق کانفرنس ته پخپله وينا کې وويل جنگ ، بمونه اؤ ټوپکونه کارول د يوې مسلې حل هم نۀ دى گنې کۀ په جنگونو ستونزې هواريدى شوې نو د تيرو 35 کالو راهسې په دې سيمه کې جنگونه روان دي اوس به ټولې مسلې له مينځه تللې وى.
سراج الحق کانفرنس ته پخپله وينا کې وويل جنگ ، بمونه اؤ ټوپکونه کارول د يوې مسلې حل هم نۀ دى گنې کۀ په جنگونو ستونزې هواريدى شوې نو د تيرو 35 کالو راهسې په دې سيمه کې جنگونه روان دي اوس به ټولې مسلې له مينځه تللې وى.
د زيارت په ورځ دپاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د سياسي مذهبي گوند جماعت اسلامي لخوا د امن په موضوع راغوښتل شوي کانفرنس کې د خيبرپښتونخوا د حکومت سينئر وزير اؤ د جماعت اسلامي نوي ټاکل شوي مشر سراج الحق غوښتنه کړې ده چې طالبانو سره دې د مذاکراتو دپاره د غرونو پځايې نور په پلازمينه اسلام اباد کې د ناستې بندوبست وکړل شي.
سراج الحق وايي کۀ چرې مرکزي حکومت طالبان په مرکز کې خبرو ته نۀ شي کښنولى نو بيا دې دخيبر پښتونخوا حکومت ته وايي چې په پيښور کې د مذاکراتو دپاره د ځايې ناستې تابيا وکړي.
ددغه کانفرنس موضوع وه "خبرې دټولو ستونزو حل اؤ عمليات د ټولو ستونزو زيږنده"
په کانفرنس کې دجماعت اسلامي مرکزي مشر سيد منور حسن، نوي ټاکل شوي امير سراج الحق، د مسلم ليگ(ن) صوبايي مشر پير صابر شاه، دعوامي نيشنل پارټۍ صوبايي مشرانو بشير مټه اؤ ميا افتخار حسين، دجمعيت علماء اسلام مولانا عطاء الرحمان، د قومي وطن پارټۍ هاشم بابر، دعوامي نيشنل پارټۍ ولي فريد طوفان،د پاکستان تحريک انصاف اعظم سواتي اؤ نورو بيلابيلو سياسي مشرانو برخه لرله .
دغه کانفرنس ته پخپله وينا کې د پاکستاني طالبانو لخوا حکومت سره سولې دپاره د ټاکل شوې کميټۍ غړي پروفيسر ابراهيم پخپله وينا کې دپاکستان حکومت تورن کړو چې طالبانو سره په خبرو کې سنجيده نۀ دى .
هغه وويل د طالبانو د شورا سره له ليدنې وروستو چې طالبانو د خپلو بنديانو د خلاصون، خبرو اترود پاره د خوندي ساحې ، اؤ خپلو نورو غوښتنو کوم لسټ هغوئ ته ورکړى ؤ دغه لسټ يې دپاکستان د کورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ته رسولى خو هغه تر دې مهاله د مذاکراتي کميټۍ سره هيڅ تماس نۀ دى نيولى چې ورته د طالبانو دغوښتنو په هکله حکومتي دريځ روښانه کړي.
پروفيسر ابراهيم وويل د حکومت د مړه خوا رويې باوجود مذاکراتي کميټۍ هڅې کوي چې د امن دپاره طالبانو سره کومې خبرې اترې پيل شوي دي هغه بايد ښې نتيجې ورکړي.
نوموړي دا هم وويل چې له دې وروستو کۀ د طالبانو اؤ حکومت ترمينځ د ډزبندۍ خبره کيږي نو مذاکراتي کميټۍ به هڅه وکړي چې دغه ډز بندي بايد دائمي بڼه ولري.
دجماعت اسلامي نوي ټاکل شوي امير اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې سنئير وزير سراج الحق کانفرنس ته پخپله وينا کې وويل جنگ ، بمونه اؤ ټوپکونه کارول د يوې مسلې حل هم نۀ دى گنې کۀ په جنگونو ستونزې هواريدى شوې نو د تيرو 35 کالو راهسې په دې سيمه کې جنگونه روان دي اوس به ټولې مسلې له مينځه تللې وى.
هغه وويل د ټولو ستونزو هوارى يواځې د مذاکراتو له لارې ممکمن دى اؤ دپاکستان حکومت چې د طالبانو سره کوم مذاکرات پيل کړي بايد دې کې نور اخلاص هم شامل کړي اؤ په پوره زړۀ ورتيا سره يې په مخکې بوځي .
سراج الحق وويل کۀ د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ غړى مولانا سميع الحق په زوړ وجود طالبانو سره دخبرو اترو دپاره د وزيرستان په غرونو کې د هيواد د امن دپاره سفر کوي نو غوره داده چې د پاکستان حکومت بايد دمذاکراتو دغه پروسه پلازمينې اسلام اباد ته راوړي اؤ کۀ چرې ددغسې کولو توان نۀ لري نو بيا دې د خيبر پښتونخوا حکومت ته ووايي مونږ چمتو يو چې پخپله دامن دخبرو دپاره تابيا ونيسو.
د جماعت اسلامي مرکزي امير سيدمنورحسن هم د طالبانو اؤ حکومت ترمينځ د روانو خبرو اترو ستائنه وکړه اؤ وئ وئيل څوک چې د مذاکراتو مخالف دي هغوئ دملک اؤ قام خيرخواهان نۀ دي.
هغه وويل وزيراعظم نوازشريف چې په کوم اخلاص د امنيت د تامين دپاره طالبانو سره خبرې پيل کړي دي په هغې زمونږ هيڅ شک نۀ شته خو بايد وزيراعظم اوس يو گام وړاندې هم ورتير شي اؤ په هيواد کې اسلامي نظام نافذکړي.
په دغه کانفرنس کې شريک د عوامي نيشنل پارټۍ صوبايي مشر بشير مټه پخپلو خبرو کې وويل مونږ ټول دې ته ليواله يو چې د مذاکراتو نتيجه دې دامن په صورت کې قام وويني خو دحيرانيتا خبره داده چې د مذاکراتو باوجود امن په نظر نۀ ښکاري.
د قومي وطن پارټۍ مرکزي وياند هاشم بابر پخپله وينا کې وويل ترڅو چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ رقابتوته اؤ تربگنۍ ختمې شوي نۀ وي د مذاکراتو کاميابيدل امکان نۀ لري.
ددغه کانفرنس په پايې کې جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي چې دجماعت اسلامي خيبرپښتونخوا په تابيا پيښور کې جوړ شوى دامن کانفرنس دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن مذاکراتو اغاز په هيواد کې دبدامنۍ اؤ اړي گړي خاتمې اؤ امنيت دټينگښت لپاره يو مهم گام گڼي اؤ دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوټلى ملاتړ اؤ دمذاکراتو دناکامولو لپاره دکوشش کوونکو قوتونو غندنه کوي
اعلاميه کې ددواړو ډلو( حکومت اؤ طالبانو) څخه غوښتنه شوې چې هغوي دې نيول شوي غيرعسکري ښځې اؤ ماشومان په فوري ډول پريږدي ترڅو دمذاکراتو لپاره ماحول نور هم غوره جوړ شي.
اعلاميه کې افغانستان څخه دامريکا دوتلو لوري ته هم اشارې اؤ دهيواد په قيادت غږ شوى چې هيواد کې دې په دغسې صورتحال کې دامنيت دټينگښت لپاره هڅې نورې هم تُندې کړي.
دامن کانفرنس برخه والو حکومت اؤ طالبانو دواړو څخه اوربند کې په فوري ډول دپراختيا غوښتنه کړې ده.
دپيښور دامن کانفرنس برخه والو دا غوښتنه هم کړې ده چې دتيرو څو کلونو راهسې دبدامنۍ ، عملياتو اؤ دترهه گرۍ پيښو کې قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا کې خلکو ته درسيدلي مالي اؤ ځاني زيان دازالې لپاره دې په لويه پيمانه گامونه واخستل شي اؤ دغه لړ کې دې دځانگړي مالياتي پيکج اعلان وکړل شي..
همدغه راز اعلاميه کې فاټا اؤ خيبرپښتونخوا کې دبدامنۍ ، عملياتو اؤ ترهه گرۍ پيښو کې دانفراسټرکچر دتباهۍ لوري ته هم پام راگرځول شوى اؤ صوبائي اؤ مرکزي حکومتونو څخه دتباه شوي انفراسټرکچر،صنعتونو اؤ اقتصادي هلو ځلو دبحالۍ اؤ ودې لپاره دگامونو اخستو غوښتنه شوې ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG