لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ١٦ طالب بنديان خوشې کړي


دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ پخلى کړى چې حکومت دجوړجاړي دهڅو دبرياليتوب لپاره دغيرجنگي بنديانو خوشې کول پيل کړي دي.
دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ پخلى کړى چې حکومت دجوړجاړي دهڅو دبرياليتوب لپاره دغيرجنگي بنديانو خوشې کول پيل کړي دي.
رائټرز دزيارت په ورځ دچارواکو له خُلې وئيلي دي چې دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره دمذاکراتو دکمزوري عمل دمضبوطولو په غرض دوزيراعظم ميا نواز شريف په منظورۍ پاکستان ١٦ طالب بنديان خوشې کړي دي.
دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ پخلى کړى چې حکومت دجوړجاړي دهڅو دبرياليتوب لپاره دغيرجنگي بنديانو خوشې کول پيل کړي دي.
اسلام زيب رائټرز ته وئيلي دي چې دجنوبي وزيرستان پوليټيکل انتظاميې په لمړي اپريل ١٦ سړي خوشې کړي دي
هغه وئيلي هغوي مرکزي کمانډران نۀ وؤ، هغوي بې گناه قبائيل وؤ ، چې دتيرو دوؤ څخه دريوؤ کلونو کې جنوبي وزيرستان کې دمختلفو کارروائيو په مهال نيول شوي وؤ
اسلام زيب وويل ټول خوشې کړل شوي کسان دمحسود قبيلې سره تعلق لري.
دهغه وينا وه چې دطالبانو په فهرست کې شامل نور ١٠٠ کسان هم پراسس کولى شي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به پريښودل شي.
له دې وړاندې طالبانو دپاکستان حکومت څخه د٨٠٠ؤ طالب بنديانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي ، خو نن په لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال دوزيراعظم نواز شريف ځانگړي مشاور عرفان صديقي دطالبانو دا ادعا رد کړې چې گنې دحکومت په بند کې ښځې اؤ ماشومان هم موجود دي اؤ دپاکستان پوځ دمخه دښځو اؤ ماشومانو په بند کې دساتلو په اړه دطالبانو ادعاوې رد کړې وې.
عرفان صديقي دا هم وئيلي وؤ چې دطالبانو دبنديانو په خوشې غور کيدى شي.
پاکستان دغه ١٦ طالب بنديان په داسې حال کې خوشې کړي چې دمارچ په لمړۍ نيټه طالبانو حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى ؤ ، دکوم موده چې اوس پايې ته رسيدلې.
طالبانو په روانه اوونۍ کې وئيلي دي چې هغوي به اوربند کې پراختيا نۀ راولي ځکه چې حکومت دهغوي په غوښتنو پوره کولو کې سنجيده نۀ دى.
دطالبانو له لوري چې کومې غوښتنې شوي په هغې کې دهغوي دکورنو بې گناه وگړي خوشې کول اؤ دقبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستل شامل دي.
دخوشې کړل شوؤ ١٦ؤ طالب بنديانو په اړه دطالبانو له لوري تر دې دمه کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى.
استخباراتي چارواکي وائي چې دغه بنديان وانا کې دزيړي نور پوځي کيمپ ته وروستل شوي وؤ.
داستخباراتي چارواکو وينا ده چې بنديان دپوليټيکل ايجنټ دفتر ته سپارل شوي اړ بيا هغوي طالبانو ته سپارل شوي دي.
دوزيراعظم ددفتر ديوې سرچينې ترمخه وزيراعظم نواز شريف پخپله ددغو کسانو دخوشې کولو منظوري ورکړې ده.
دغه سرچينه وائي چې خوشې کړل شوي بنديان غيرجنگي اولسي وگړي دي ، هغوي حساس شخصيات نۀ دي.
سرچينه زياتوي کيدى شي په هغوي کې ځينې دطالبانو خواخوږي وي خو هغوي کمانډران نۀ دي اؤ دمذاکراتو عمل کې هم کوم کردار نۀ لري.
دسرچينې وينا ده چې ددغو بنديانو دخوشې کيدو سره به يوه خيرخواهي پيدا شي اؤ طالبان به هم دغسې ردعمل وښائي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG