لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار : طالبانو سره مذاکراتو کې پرمختگ شوى


 چوهدري نثار وويل حکومت هيواد کې دامن دپځايې کولو لپاره پخه اراده کړې
چوهدري نثار وويل حکومت هيواد کې دامن دپځايې کولو لپاره پخه اراده کړې
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې حکومت پاکستان څخه دامن دکور جوړولو پخه اراده کړې ده.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال چوهدري نثار وويل حکومت هيواد کې دامن دپځايې کولو لپاره پخه اراده کړې اؤ ددې مقصد ترلاسه کولو لپاره طالبانو سره دمذاکراتو عمل روان دى.
دکورنو چارو وزير نيوکه وکړه چې تر کلونو په اقتدار کې پاتې شوؤ کسانو په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره دمذاکراتو خبره نۀ وه کړې خو اوس چې مونږ اقتدار ته له رسيدو وروستو طالبانو سره خبرې پيل کړې نو په مونږ تنقيد کولى شي
هغه وويل پخواني صدر مشرف يواځې دخپل اقتدار ژغورلو لپاره هيواد دپردو جگړې ته ورديکه کړو ، حالانکې دنائن اليون په پيښه کې کوم پاکستانى ککړ نۀ ؤ.
هغه وويل يواځې دمذاکراتو له لارې هيواد کې امن پځايې کيدى شي اؤ طالبانو سره مذاکراتو کې کافي پرمختگ هم شوى.
بل لوري ته دپاکستان دوزيراعظم ځانگړي مشاور عرفان صديقي وينا ده دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې روان دى.
دزيارت په ورځ پنجاب يونيورسټۍ لاهور کې دکتابونو ميله کې دگډون په مهال ميډيا سره خبرو کې عرفان صديقي وويل دطالبانو اؤ حکومتي کميټۍ په بشپړه ډول فعالې دې اؤ باي دحکومت له لوري دامن هڅو ته دشک په نظر ونۀ کتل شي.
هغه وويل دمذاکراتو گاډى مخ په وړاندې روان دى ، خو ځينې خلک يې محسوس کوي نۀ.
نوموړي وويل دمذاکراتو عمل په مزه دى ، خو کوم خنډ نشته.
عرفان صديقي وويل تر دې دمه يو فريق هم داوربند دخاتمې اعلان نۀ دى کړې چې مطلب يې دا دى چې اوربند اوس هم پځايې دى.
هغه وويل حکومت دامن ساحې لپاره کومه سيمه نۀ ده ټاکلې اؤ نۀ هم ددغه رقم ساحې دجوړولو کومه اراده لري.
ځانگړي مشاور ددې خبرونو سره اتفاق ونۀ کړو چې گنې دحکومت په بند کې (دطالبانو) ښځې اؤ ماشومان موجود دي اؤ وې وئيل چې په حکومتي کچه دبنديانو په راکړه ورکړه غور روان دى اؤ کتلى شي چې دطالبانو له لوري وړاندې کړل شوي فهرست څخه څوک خوشې کيدى اؤ څوک نۀ شي.
اخوا اسلام اباد کې دخالي په ورځ ميډيا سره خبرو کې دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد هم وئيلي دي چې هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره طالبانو سره دامن عمل پيل کړل شوى اؤ دعوه يې کړې چې دمذاکراتو دعمل پيل کيدو راپديخوا دترهه گرۍ پيښې کمې شوي دي.
پرويز رشيد وئيلي دي چې پاکستان به دامن مثال جوړولى شي نۀ چې دجگړې.
ښاغلي رشيد دعوه وکړه چې دحکومت دواضحه دريځ له امله دډرون حملو په شميره کې کمى راغلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG