لاس رسیدونکی لینک

پاکستان افغانستان کې دجمهوري عمل ملاتړ کوي،تسنيم اسلم


تسنيم اسلم وويل دټولټاکنو په ورځ به افغانستان سره پخپله پوله امنيتي انتظامات سيوا کوؤ
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ وئيلي دي چې پاکستان په افغانستان کې دجمهوري عمل بشپړ ملاتړ کوي.
افغانستان کې دخالي په ورځ ټولټاکنې ترسره کيږي اؤ دتيرو دوؤ اوونو راهسې دپلازمينې کابل پشمول دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې گڼ شمير بريدونه ترسره شوي چې پکې دپوليسو پشمول په لسگونو کسان وژل شوي.
افغان صدر حامد کرزي تيره اوونۍ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې کابل کې دبريدونو په اوسنۍ لړۍ پاکستان تورن کړى ؤ اؤ دعوه يې کړې وه چې طالبانو سره دامن تړون ترسره کولو کې اسلام اباد دهغه دحکومت مخه نيسي.
حامد کرزي جان کيري ته دا هم وئيلي وؤ هغه دامريکا دا دليلونه نۀ مني چې گنې په هاغو هيوادونو کوم اثرورسوخ نۀ لري کوم چې دترهه گرۍ ملاتړ کوي اؤگواښ يې کړى ؤ چې دامريکا لخوا دپاکستان دخفيه ايجنسۍ دتعقيب کولو څخه انکار دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې نورې هم خرابولى شي.
اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل دپرامنه ټولټاکنو دترسره کولو لپاره چې دافغان حکومت له لوري کوم گامونه اخستل شوي مونږ دهغې څخه خبر يو اؤ زياته يې کړه چې دټولټاکنو په ورځ به افغانستان سره پخپله پوله امنيتي انتظامات سيوا کوؤ.
هند کې دټولټاکنو په اړه تسنيم اسلم وويل دخپلو استازو ټاکنه دهندي اولس جمهوري حق دى.
بل لوري ته دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد هم دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې پاکستان په نورو هيوادونو کې دعدم مداخلت په تگلاره عمل کوي اؤ زياته کړې يې ده چې په افغانستان اؤ هند کې پرامنه ټولټاکنو ته ليواله دي.
XS
SM
MD
LG