لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو قيادت حکومت سره اوربند کې په پراختيا ويشل شوى


دټي ټي پي وياند وائي دطالبانو دمرکزي شورا غونډه ډير زر ممکنه ده چې پکې به دجنگ بندۍ په اړه پريکړه کولى شي
دټي ټي پي وياند وائي دطالبانو دمرکزي شورا غونډه ډير زر ممکنه ده چې پکې به دجنگ بندۍ په اړه پريکړه کولى شي
دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دطالبانو ترمينځ حکومت سره اوربند کې دپراختيا په فيصله درايې اختلاف موجود دى.
هغه وائي چې اوربند کې دپراختيا په اړه کومه پريکړه نۀ ده شوې.
دټي ټي پي وياند وائي دطالبانو دمرکزي شورا غونډه ډير زر ممکنه ده چې پکې به دجنگ بندۍ په اړه پريکړه کولى شي.
شاهدالله شاهد وئيلي دي چې داوربند په مهال حکومت دهغوي هيڅ غوښتنه نۀ ده منلې اؤ ١٢٠ کسان يې نيولي دي.
هغه وئيلي چې داوربند پرته هم امن مذاکرات دوامداره پاتې کيدى شي.
طالب وياند تور لگولى حکومت دجنگ بندۍ قدر نۀ دى کړى، داوربند په مهال هم دامنيتي ځواکونو کارروايۍ روانې وې اؤ يوه اوونۍ دمخه هم کرمې ايجنسۍ څخه ٧ کسان پورته کړل شوي اؤ په هغوي يې دهغه کور ته دورتللو تور لگولى.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرو اترو عمل دوهم پړاؤ ته رسيدلى، له دې وړاندې دفرورۍ مياشت کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دوژلو وروستو دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمو خيبر، جنوبي اؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو اؤ تربيتي مرکزونو بمباري کړې وه چې دراپورونو ترمخه ديو شمير مهمو طالب کمانډرانو پشمول په لسگونو طالب جنگيالي وژل شوي وؤ.
دپاکستان حکومت دريځ لرلو چې په قبائيلي سيمو کې دغه کارروايۍ دباقاعده عملياتو پيل نۀ بلکې ځوابي عمليات دي.
وروستو دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ اسلام اباد کې دوفاقي کابينې په مشرۍ يوه غونډه کې طالبانو څخه په غيرمشروط ډول په يو اړخيزه توگه داوربند اعلانولو غوښتنه وکړه اؤ طالبانو دمارچ په لمړۍ نيټه حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان وکړو اؤ حکومت هم ددې په ځواب کې قبائيلي سيمو کې دطالبانو په ضد دفضائي حملو اودرولو اعلان وکړو.
دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمارچ په مياشت کې داوربند داعلان وروستو هم دپلازمينې اسلام اباد پشمول دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې بمي چاؤدنې اؤ دترهه گرۍ پيښې رامينځته شوي چې طالبانو ورسره دلاتعلقۍ څرگندونه کړې اؤ داحرارالهند په نوم يوې تندروه ډلې په دغه موده کې دبمي چاؤدنو مسؤليت په غاړه اخستى.
دطالبانو وياند شاهدالله شاهد په ځانگړې توگه داوربند په مهال کراچۍ کې حکومت دطالبانو په وژلو تورن کړى
بل لوري ته دطالبانو دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني وئيلي دي چې پاکستان کې به يوځل بيا حملې شروع کيږي.
خراساني رائټرز ته وئيلي چې نورې حملې به کيږي چې پکې عامو خلکو ته زيان رسيږي ځکه چې حکومت په امن خبرو کې مخلص نۀ دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG