لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : فورټ هډ پوځي اډه کې ډزې،٣ کسان مړۀ،١٦ ژوبل


 کله يو پوځي افسر دحمله کوونکي دنيولو لپاره وروړاندې شو نو ډزې کوونکي عسکر ځان هم په يوه نيمه خودکاره تمانچه ووژلو.
کله يو پوځي افسر دحمله کوونکي دنيولو لپاره وروړاندې شو نو ډزې کوونکي عسکر ځان هم په يوه نيمه خودکاره تمانچه ووژلو.
دامريکا دټيکساس رياست دفورډ هډ پوځي اډه کې ديو امريکائي پوځي په ډزو درې کسان وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي دي.
دبيس کمانډر ليفټننټ جنرال مارک ملي وئيلي دي چې کله يو پوځي افسر دحمله کوونکي دنيولو لپاره وروړاندې شو نو ډزې کوونکي عسکر ځان هم په يوه نيمه خودکاره تمانچه ووژلو.
ملي وائي چې ددغه پيښې دمحرکاتو په اړه تر دې مهاله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي خو چارواکي وائي چې دغه دترهه گرۍ پيښه نۀ وه، وفاقي، پوځي اؤ سيمه ييز پلټونکي ددې خبرې دمعلومولو هڅه کوي چې دغه پيښه څنگه رامينځته شوه؟
ملي وويل بريدکوونکى عسکر ٢٠١١م کې تر څلورو مياشتو دعراق جگړه کې شامل پاتې شوى ؤ، دهغه په قول دغه عسکر نفسياتي مرض اؤ اضطراب دښکارکيدو له امله تر علاج لاندې ؤ.

دامريکا صدر براک اوباما شکاگو کې ددغه پيښې په اړه دخپلو خيالاتو څرگندولو په مهال دافسوس څرگندونه کړې اؤ دمړو اؤ ژوبلو دکورنو سره يې ديو والي څرگندونه کړې، صدر اوباما وئيلي چې ددغه پيښې بيخ ته به رسيدلى شي.
امريکائي صدر وويل دفورټ هډ خلکو دازادۍ لپاره زياتې قربانۍ ورکړي دي.
دډزو دپيښې دخبر ترلاسه کيدو سره سم په ټيلي ويژن دښودل کيدونکو منظرونو ترمخه يو هيلي کاپټر په پوځي اډه دالوت په حال کې ليدل شوى چې دبريدکوونکي لټه يې کوله اؤ نزدې پوليس هم دفورټ هډ اډې ته رسيدلي وؤ.
په کال ٢٠٠٩م کې هم په دغه پوځي اډه کې دډزو يوه پيښه رامينځته شوې وه چې پکې ١٣ کسان وژل شوي اؤ د٣٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG