لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : دداخله وزارت دودانۍ مخې ته ځانمرگي حمله کې شپږ پوليس وژل شوي


 دداخله وزارت دوياندصديق صديقي ترمخه ځانمرگي چې کله پوليس عسکر وليدل نو ناڅاپي يې چاؤدنه وکړه
دداخله وزارت دوياندصديق صديقي ترمخه ځانمرگي چې کله پوليس عسکر وليدل نو ناڅاپي يې چاؤدنه وکړه
دافغانستان پايتخت کابل کې دکورنو چارو دوزارت دودانۍ څخه بهر دشورو په ورځ ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه شپږ پوليس عسکر وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دافغانستان دکورنو چارو وزارت په يو بيان کې وئيلي دي چې ځانمرگي پوځي دريشۍ اچولې وه اؤ پخپل ځان پسي دتړلو بارودو له لارې يې دکورنو چارو دوزارت په مرکزي دروازه کې چاؤدنه کړې ده.
دداخله وزارت دوياندصديق صديقي ترمخه ځانمرگي چې کله پوليس عسکر وليدل نو ناڅاپي يې چاؤدنه وکړه، دوياند په قول په ځان پسي دبارودو تړلو په ترڅ کې دوزارت دننه داخليدل ناممکن دي.
طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستې.
طالبانو افغانستان کې په پنځم اپريل دترسره کيدونکو ټاکنو دگډوډولو دړکه کړې اؤ دتيرې اوونۍ راهسې کابل کې دترسره شوؤ بيلا بيلو بمي چاؤدنو مسؤليت يې په غاړه اخستې.
دتير خالي په ورځ پينځوؤ جنگيالو کابل کې په يوه ودانۍ قبضه کړې وه اؤ ددغه ځايې څخه يې دخپلواکه ټولټاکنو دکميشن په ودانۍ راکټونه اؤ ډزې کړې ، افغان پوځ سره دشپږو ساعتو په نښتو کې وروستو پينځه واړه حمله کوونکي ووژل شول اؤ بل چاته په دغه حمله کې کومه مرگ ژوبله نۀ وه اوښتې.
بل لوري ته دشورو په ورځ دپاک افغان پولې ترڅنگ دافغانستان اړخ ته په واش منډۍ نومې سيمه کې ديو بانک ترڅنگ هاغه مهال بمي چاؤدنه ترسره شوې چې دافغان پوليسو يو گاډى دغلته رسيدلى، ددغه چاؤدنې له امله دوه کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې له امله دبانک يوه برخه، نزدې دوکانونه اؤ دگاډو اؤ نزدې ودانو شيشې هم ماتې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG