لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف وائي دپاکستان خاوره به دافغانستان په ضد نۀ کارول کيږي


نواز شريف وويل پاکستان په افغانستان کې دجمهوري عمل کوټلى ملاتړ کوي
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان دعدم مداخلت په تگلاره باور لري اؤ زياته کړې يې ده چې دپاکستان خاوره به دگاونډي هيواد افغانستان په ضد نۀ کارول کيږي.
دشورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې دبرطانيې دقومي سلامتۍ صلاح کار کم ډاروچ سره دخبرو په مهال نواز شريف وويل پاکستان په افغانستان کې دجمهوري عمل کوټلى ملاتړ کوي.
پاکستاني وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره اوونۍ دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري سره ټيليفوني خبرو کې افغان صدر حامد کرزي نۀ يواځې دا چې کابل کې دبريدونو په اوسنۍ لړۍ پاکستان تورن کړى ؤ بلکې دعوه يې کړې وه چې اسلام اباد طالبانو سره دهغه دحکومت له لوري دامن تړون دترسره کولو مخه نيسي.
دپاکستان دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز سرتاج عزيز هم برطانوي خبري شبکې سره په يوه مرکه کې وئيلي چې پاکستان دافغان امن عمل دمخ په وړاندې بوتللو په غرض افغان طالبان خوشې کړي.
سرتاج عزيز وئيلي پاکستان غواړي افغان طالبان دټولټاکنو په عمل کې برخه واخلي ، خو هغوي اوس زمونږ په کنټرول کې نۀ دي.
ښاغلي عزيز په دې خبره دافسوس څرگندونه کړې چې دټولټاکنو دکمپائن پيل کيدو سره سم دافغان مشرانو له لوري دپاکستان په ضد منفي تورونه سيوا شوي.
دبرطانيې دقومي سلامتۍ صلاح کار سره خبرو کې نواز شريف وئيلي چې هيواد څخه دترهه گرۍ دستونزې دله مينځه وړلو په غرض ټولو فريقينو سره دصلاح مشورې وروستو طالبانو سره مذاکرات کولى شي.
په سيمه کې دوسلو دزغل دخيال دمخالفت کولو په ترڅ کې وزيراعظم وويل پاکستان په جنوبي ايشياء کې امن اؤ ثبات ته ليواله دى.
نواز شريف وويل په موجوده وخت کې پاکستان دانرژۍ اؤ ترهه گرۍ پشان چيلنجونو سره مخ دى.
همدغه راز دبرطانيې دقومي سلامتۍ صلاح کار کم ډاروچ وويل چې برطانيه دپاکستان دداخلي سلامتۍ دمقصدونو ملاتړ کوي.
ښاغلي ډاروچ دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف سره هم ليدلي اؤ ورسره يې ددوه اړخيزه خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.
XS
SM
MD
LG