لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دويسټ انډيز دگټې نه وروستو پاکستان دټي ټوئنټي نه بهر شوى


 ويسټ انډيز دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ١٦٦ رنز جوړ کړل
ويسټ انډيز دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ١٦٦ رنز جوړ کړل
په بنگله ديش کې دروان نړيوال ټي ټوئنټي دوروستي گروپ په ميچ کې ويسټ انډيز پاکستان ته په ٨٤ رنزونو ماتې ورکولو سره سيمي فائنل ته رسيدلى اؤ پاکستان دټي ټوئنټي ټورنامنټ په تاريخ کې په لمړي ځل سيمي فائنل ته په رسد کې ناکام شوى دى.
دنهې په ورځ ميرپور کې ترسره شوي دگروپ دوهم ميچ کې ويسټ انډيز دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه اؤ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ١٦٦ رنز جوړ کړل.
ددې په ځواب کې دپاکستان دبيټنگ لا ئن دويسټ انډيز دبالرانو په وړاندې دشگې ديوال ثابت شو اؤ ټول ټيم په ١٧،٥ؤ اورونو کې يواځې په ٨٢ رنز پويلين ته رخصت شو.
دلمړي سر څخه دپاکستان دوکټو دپريوتو لړۍ هاغه وخت پيل شوه کله چې احمدشهزاد په لمړي ايل بي ډبليو اوټ شو ، دهغه څخه وروستو دوهم لوبغاړى کامران اکمل هم پرته له کوم رن څخه کيچ اؤټ شو.
دپاکسان دريمه وکټ دنهو په مجموعي سکور هاغه وخت پريوته کله چې په څلورم اوور کې عمر اکمل صرف په يو رن پويلين ته رخصت شو، پۀ شپږم اوور کې شعيب ملک په دوؤ رنزو جوړولو سټمپ اوټ شو ، په دغه وخت کې دپاکستان مجموعي سکور ١٣ وؤ.
دپاکستان پنځم اوټ شوى لوبغاړى محمد حفيظ ؤ چې ١٩ رنز يې جوړ کړل ، کوم چې دپاکستان له لوري تر ټولو زيات سکور ؤ.
دهغه وروستو صهيب مقصود اؤ شاهد اپريدي دټيم په مضبوط پوزيشن کې دراوستو هڅه وکړه خو دواړه په ١٨،١٨ رنز اؤټ شول.
دويسټ انډيز سيموئل بدري اؤ سنيل نارائن درې درې وکټې ترلاسه کړې اؤ کرشمار سنتوکي اؤ اندرى رسل دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.
له دې وړاندې دويسټ انډيز بيټسمينان دپاکستاني بالرانو له لوري دپريشر سره مخ ؤ اؤ د١٤م اور تر پايې دويسټ انډيز د٨١ په مجموعي سکور پينځه لوبغاړي اوټ شوي وؤ، خو دپنځوؤ وکټو اخستو وروستو ويسټ انډيز په پاکستاني بالرانو چکې راواخستې اؤ ويسټ انډين کپتان ډيرن سيمې اؤ ډواني براوو دشپږمې وکټې په غوره شراکت کې ٧١ رنز جوړ کړل اؤ پاکستان ته يې يو سخت هدف ورکول باوري کړل
براوؤ ٤٦ رنز جوړ کړل اؤ رن اوټ شو اؤ سيمې ٤٢ رنز جوړولو سره ناټ اؤټ پاتې شو، دواړو لوبغاړو اخري دريوؤ اوورونو کې په مجموعي ډول ٥٩ رنز جوړ کړل.
دپاکستان له لوري محمد حفيظ، سهيل تنوير، ذوالفقار بابر اؤ شاهد اپريدي يو يو وکټ ترلاسه کړه.
دننني ميچ گټلو وروستو ويسټ انډيز دټورنامنټ سيمي فائنل ته ميچ کې ځايې جوړ کړى ، چرته چې به يې دزيارت په ورځ مقابله دسري لنکا سره وي.
دوهم سيمي فائنل به دجمعې په ورځ دهند اؤ جنوبي افريقې ترمينځ لوبولى شي چې له دې وروستو به داتوار په ورځ ډهاکه کې دټورنامنټ فائنل ميچ ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG