لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغدارۍ مقدمه کې په پرويز مشرف فرد جرم لگول شوى


داستغاثې وکيل اکرم شيخ وايي کۀ چرې مشرف د هيوادڅخه بهر تلل غواړي نو په دې حکومت ته هيڅ اعتراض نۀ شته.
داستغاثې وکيل اکرم شيخ وايي کۀ چرې مشرف د هيوادڅخه بهر تلل غواړي نو په دې حکومت ته هيڅ اعتراض نۀ شته.
دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل محکمې په پخواني پوځي حکمران جنرال ريټائړډ پرويز مشرف د گل په ورځ دهيواد ائين سره دغدارۍ کولو په تور فرد جرم لگولى خو داستغاثې وکيل اکرم شيخ وايي کۀ چرې مشرف د هيوادڅخه بهر تلل غواړي نو په دې حکومت ته هيڅ اعتراض نۀ شته.
د پرويز مشرف په ضد ائين سره دغدارۍ کولو دمقدمې د اوريدنې دپاره د گل په ورځ د جسټس فيصل عرب قاضي په مشرۍ جوړې شوې ځانگړې محکمې ته پخوانى پوځي حکمران پرويز مشرف په سختو حفاظتي انتظاماتوکې وړاندې کړل شوى دي.
له دې وړاندې اوريدنه کې دغه ځانگړې محکمې دپرويز مشرف محکمې ته د نۀ وړاندې کيدو په صورت کې دهغۀ دنيولو اؤ محکمې ته د وړاندې کولو وارنټ جاري کړى ؤ .
خو د گل په ورځ پخوانى پوځي حکمران جنرال مشرف محکمې ته په داسې حال کې وړاندې شو چې دهغۀ د امنيت دپاره دپينډۍ ښار کې د زړۀ دناروغۍ د پوځي روغتون څخه تر ځانگړې محکمې پورې په غځيدلې لاره د دوؤ زرو څخه زيات عسکر ځايې پځايې کړل شوؤ .
محکمې ته د پرويزمشرف د وړاندې کيدو په مهال د هغۀ وکيل فروغ نيسم د محکمې څخه غوښتنه وکړه چې د ښاغلي مشرف مور د شارجې په يو روغتون کې ناروغه پرته ده ځکه دې پرويز مشرف ته د خپلې مور د پام لرنې دپاره هيواد څخه بهر د تگ اجازت ورکړل شي.
هغۀ دا هم د محکمې څخه وغوښتل چې په پرويز مشرف ته دې صرف الزامونه ولگول شي فرد جرم نۀ .
خو د ځانگړې محکمې لخوا د وکيل دغه غوښتنې ونۀ منل شوې اؤ د ځانگړې محکمې يوې ججې طاهره د پينځوؤ نکاتو فرد جرم پرويز مشرف ته واورؤلو.
پرويز مشرف ددغو ټولو جرمونو د منلو څخه انکار کړى اؤ وئيلي يې دي چې هغۀ هيواد د ترقۍ ليکې ته سم کړى ؤ اؤ دهيواد دپاره يې د پوځي په توگه په دوؤ جگړو کې برخه اخستې ده ځکه نو د غدارۍ مقدمه پرې نۀ شي چليدى.
په جنرال ريټائرډ پرويز مشرف چې کوم فرد جرم لگول شوى هغې کې وئيل شوي چې پرويز مشرف د پوځ د سرلښکر په توگه په دريم نومبر2007ء کې بيړنى وضعيت پځايې کړى ؤ، بنيادي حقونه يې معطل کړي وؤ، په غيرائيني اؤ غيرقانوني ډول يې پي سي اؤ جاري کړې وه، ائين يې د پښو لاندې کړى ؤ، د محکمې قاضيان يې گوښه کړي وؤ اؤ د سنگينې غدارۍ مرتکب شوى دى.
کله چې د محکمې لخوا په هغه فرد جرم لگول کيدو په دغه مهال پرويز مشرف په محکمه کې يو جذباتي تقرير هم وکړو اؤ وئ وئيل هغه د خپلې واکمنۍ په موده کې د کرکيلې څخه نيولې تر انفارمشن ټيکنالوجۍ پورې په هره څانگه کې هيواد ته ترقي ورکړې وه. هيواد يې د ايي ايم ايف د منگولو څخه خلاص کړى اؤ د ډالر په مقابله کې يې روپۍ باثباته کړې وه.
هغه وويل د قانون په واکمنۍ کلک باور لري اؤ تر اوسه شپاړس ځله محکمو ته وړاندې شوى دى.
پرويز مشرف وويل د خپل هيواد دپاره يې په دوؤ جنگونو کې برخه اخستې اؤ دخپل ژوند 44 څلويښت کاله يې پوځ ته ورکړي دي که ددې باوجود هم اوس هغه ته غدار وئيل کيږي نو په دې به ورته درد رسيږي.
دپاکستان په تاريخ کې کۀ هرڅو په بيلا بيلو وختونو کې دائين په ماتولو سره پوځي جنرالانو د اولس منتخب حکومتونه نسکور کړي اؤ په اقتدار يې قبضه کړې ده خو تر اوسه يو پوځي حکمران ته هم محکمې ائين سره دغدارۍ په تور سزا نۀ ده ورکړې دا لمړى ځل دى چې جنرال ريټائړډ پرويز مشرف د ائين سره دغدارۍ په تور د محکمې لخوا فرد جرم سره مخ شوى اؤ قانوني ماهرين وايي چې د فرد جرم څخه وروستو به په پرويز مشرف باقاعده مقدمه چلولى شي ، استغاثه به گوهان محکمې ته وړاندې کوي اؤ د جرمونو ثابتيدو څخه وروستو به محکمه د هغۀ دسرنوشت په هکله خپله پريکړه کوي.
په نني سماعت کې د استثغاثې د وکيل دې دريځ ته څيړونکي زيات ارزښت ورکوي چې "پرويز مشرف کۀ د مور د پوښتنې دپاره د هيواد څخه بهر تلل غواړي نو حکومت پرې کوم اعتراض نه لري"
له دې وړاندې ددغه کيس د اوريدنې په ټولو موقعو د استغاثې وکيل د پرويز مشرف هيواد څخه د بهر وتلو مخالفت کولو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG