لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې درسالت په سپکاوي دتيزندۍ په حکم اپوزيشن احتجاج کړى


 ساون مسيح ، چې ورته دمرگ سزا اورول شوې اؤ ددې ترڅنگ پرې ددوؤ لکو روپو جرمانه هم لگيدلې
ساون مسيح ، چې ورته دمرگ سزا اورول شوې اؤ ددې ترڅنگ پرې ددوؤ لکو روپو جرمانه هم لگيدلې
دپاکستان قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دوؤ مهمو گوندونوپاکستان تحريک انصاف اؤپاکستان پيپلز پارټۍ دلاهور ديو عدالت لخوا يو عيسائي تن ته درسالت دسپکاوي په يو کيس کې دمرگ دسزا داورولو دفيصلې په ضد احتجاج کړى دى.
دپاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکې غړې شيرين مزاري اؤ دپيپلز پارټۍ شازيه مري هيواد کې په اقليتونو دزياتي گيله وکړه اؤ وې وئيل چې هغوي په ځانگړې توگه درسالت دسپکاوي دتورونو ښکاري کيږي لکه څنگه چې تيرکال لاهور کې دعيسائي ابادۍ په سيمه جوزف کالونۍ کې په يو عيسائي تن دخپل ملگري سره دخبرو په مهال درسالت دسپکاوي تور لگول شوى ؤ، ددغه پيښې څخه وروستو خواؤشا درې زره پاريدلي کسان جوزف کالونۍ ته ورغلي وؤ اؤ د١٠٠ؤ نه زياتو کورونو ته يې اور اچولى ؤ.
ددواړو مخالفو گوندونو لخوا دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) دغړي اؤ پنجاب دوزيراعلي دځوې حمزه شهباز شريف له لوري د٧م مارچ کال ٢٠١٣م په پيښه دصوبائي حکومت دانديښنې اؤ جوزف کالونۍ اوسيدونکو ته دورکړل شوؤ مرستو په اړه په بيان دبې اطمينانۍ دڅرگندولو وروستو ډپټي سپيکر مرتضي جاويد عباسي عيسائي تن ته درورکړل شوې مرگ په سزا دنور بحث کولو اجازت ورنۀ کړو.
ساون مسيح ، چې ورته دمرگ سزا اورول شوې اؤ ددې ترڅنگ پرې ددوؤ لکو روپو جرمانه هم لگيدلې دخپلې بې گناهۍ دعوه کړې اؤ درسالت دسپکاوي دتور بنيادي علت يې دخپل ملگري سره دجائيداد شخړه گرځولې ده.
دتحريک انصاف شيرين مزاري دغه دانصاف يوه خرابه وضعه گرځولې چې پکې هاغه کسان په ضمانت خوشې کړل شوي چاچې دلاهور جوزف کالونۍ اور ورته کړى ؤ ، خو يو (عيسائي) تن ته دلانجمنو تورونو په اساس دمرگ سزا ورکړل شوه.
هغې وويل چې په سندهـ کې هم دهندوانو دټولنې خلک تښتولى اؤ داقليتونو سره ظلم کولى شي اؤ په عيسويانو درسالت دسپکاوي دغه شان زياتره تورونه په پنجاب کې لگول کيږي.
دډپټي سپيکر له لوري دخاموشۍ خپلولو دهدايت باوجود مزاري پرله پسې په دغه معامله احتجاج وکړو اؤ دايوان دپام راگرځولو هڅه يې وکړه
په ايوان کې دحزب اختلاف ديو بل گوند پيپلز پارټۍ شازيه مري چې کله دا خبره نوټ کړه چې دهغې مائيک بند کړل شوى نو هغې په چغې سره وويل مونږ مايوسه يو، مونږ پريشانه يو نو دلږ وخت لپاره مائيک بحال کړى شو.
په دغه موقع حمزه شريف ايوان ته په ياده کړه چې ددغه پيښې څخه وروستو يې پلار امر کړى ؤ چې دجوزف کالونۍ ټول تباه شوي کورونه دې په يوه شپه کې دننه جوړ کړى شي اؤ ددې ترڅنگ يې دخلکو په کورونو کې دوادۀ دکالو په ضائع کيدو هغوي ته دمعاوضې اؤ دپيښې دذمه وارانو دقانون منگولو ته دراکش کولو وينا کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG