لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دټولټاکنو په ودانۍ دوسله والو بريد


 دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر خبريالانو ته وئيلي وسله وال دټولټاکنو دکميشن دودانۍ ترڅنگ يوې بلې ودانۍ ته ننوتي اؤ ډزې کوي
دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر خبريالانو ته وئيلي وسله وال دټولټاکنو دکميشن دودانۍ ترڅنگ يوې بلې ودانۍ ته ننوتي اؤ ډزې کوي
چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې وسله والو جنگيالو دافغانستان دخپلواکه ټولټاکنو دکميشن( اى اي سي) په دفتر حمله کړې اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښته روانه ده.
کابل کې دټولټاکنو په کميشن دغه حمله په داسې حال کې شوې چې په ٥م اپريل افغانستان کې صدارتي ټاکنې کيدونکې دي.
دټولټاکنو دکميشن وياند نور محمد نور وينا ده چې دټاکنو عمله خوندي ځايې ته رسول شوې اؤ زياته کړې يې ده چې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دډزو تبادله روانه ده.
چارواکي وائي وسله وال جنگيالي دټاکنو دکميشن ترڅنگ يو نزدې ودانۍ ته داخل شوي اؤ داليکشن کميشن په ودانۍ په خودکاره وسلو سره ډزې کوي.
دټاکنو دکميشن وياند نور محمد نور يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دائي اي سي دننه مونږ دوه چاؤدنې اوريدلي، ډزې اوس هم اوريدل کيږي، خو خلک محفوظ دي
دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر خبريالانو ته وئيلي گڼ شمير وسله وال دټولټاکنو دکميشن دودانۍ ترڅنگ يوې بلې ودانۍ ته ننوتي اؤ ډزې کوي.
هغه زياته کړې په لويې شمير کې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسيدلي اؤ دوسله والو سره يې مقابله پيل کړې ده.
ځينې عيني شاهدان وائي سيمه کې دډزو ترڅنگ ددوؤ درنو چاؤدنو غږونه هم اوريدل شوي دي.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي وينا ده چې ابتدائي معلومات په ډاگه کوي چې ددريوؤ څخه څلورو پورې جنگيالو په يوه ودانۍ قبضه کړې اؤ ددغه ځايې څخه دائي اي سي په دفتر ډزې کوي
دجمعې په ورځ هم وسله والو جنگيالو کابل کې په يو ميلمستون حمله کړې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي وؤ.
طالبانو له دې وړاندې دړکه کړې وه چې په پنځم اپريل دترسره کيدونکو صدارتي ټاکنو دگډوډلو هڅه به کوي اؤ خپلو جنگيالو ته يې داليکشن په عمله، رايې اچوونکو اؤ امنيتي ځواکونو دحملو وينا کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG