لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : بمي چاؤدنه کې يوه ماشومه مړۀ،١٥ ژوبل


چاؤدنه دکوئټې په سرياب روډ شوې ده.
چاؤدنه دکوئټې په سرياب روډ شوې ده.
سرچينې وائي دخالي په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ترسره شوې يوه چاؤدنه کې يوه ماشومه وژل شوې اؤ دښځو اؤ ماشومانو پشمول لږ ترلږه ١٥ کسان ژوبل شوي دي.
هرڅو که په پاکستان کې دحکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په مهال دډزبندۍ اعلان شوى ، خو دهغې باوجود هم دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو ددغسې بريدونو راپورونه دميډيا له لارې مخې ته راځي.
دپوليسو ديو سيمه ييز مشر عمران قريشي ترمخه دغه چاؤدنه دکوئټې د سرياب روډ په کسټم سيمه کې دمليشه ځواکونوديو گاډي ترڅنگ په يوه رکشه کې دوړاندې څخه دايښودل شوؤ بارودو له امله شوې ده.
دعمران قريشي وينا ده چې چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دايف سي يو گاډى تيريديدو.
هغه وائي چې يوې ماشومې دزخمونو تاب رانۀ وړو شو اؤ ساه يې ورکړې اؤ ددريوؤ عسکرو، ښځو اؤ ماشومانو پشمول لږ ترلږه ١٥ کسان ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې له امله نزدې کورونو ته هم زيان رسيدلى دى.
ژوبل کسان دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته رسول شوي چې پکې دپنځوؤ کسانو نازک ښودل کيږي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
د ٢٠٠٤م راهسې دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دبيلتون خوښو له لوري دسياسي خپلواکۍ اؤ دسيمې په قدرتي وسيلو تيلو، گيس اؤ معدنياتو کې دزياتې برخې دغوښتنو وروستو دغلته حالات تاؤژن دي اؤ وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ جنگيالو ترمينځ نښتې کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG