لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځانمرگيانو دپارليمان سره نزدې په ميلمستون بريد کړى


په سيمه کې دچاؤدنو اؤ ډزو غږونه اوريدل کيږي اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته روانه ده.
په سيمه کې دچاؤدنو اؤ ډزو غږونه اوريدل کيږي اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته روانه ده.
پوليس وائي دجمعې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې يو ځانمرگي دافغانستان دپارليمان ترڅنگ ديو ميلمستون مخې ته ځان الوځولى اؤ نور يو شمير ځانمرگيان دغه ميلمستون ته په داخليدو کې بريالي شوي دي.
کابل کې دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې په پنځم اپريل دکيدونکو صدارتي ټاکنو په تناظر کې دوړاندې څخه سخت امنيتي گامونه اخستل شوي ، خو طالبانو دمخه دټاکنو دگډوډولو گواښ کړى ؤ.
په سيمه کې دچاؤدنو اؤ ډزو غږونه اوريدل کيږي اؤ دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته روانه ده.
پوليس وائي چې دطالبانو ديوې ډلې له لوري په ميلمستون دحملې وروستو په ميلمستون کې ددريوؤ امريکايانو پشمول شپږ بهرنيان گير شوي دي.
مرستيال داخله وزير جنرال ايوب سالنگي رائيټرز ته وئيلي تر دې مهاله چې کوم کسان ژغورل شوي په هغوي کې يو اسټريلوي وگړى هم شامل دى ، خو دنورو قوميت تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه.
اؤ دکابل دپوليسو مشر محمد ظاهر وينا ده چې دميلمستون دننه اوس هم ددريوؤ امريکائي وگړو، يو ميليشئن پشمول شپږ کسان دننه دي.
يو لوړپوړي پوليس چارواکي وئيلي دي چې دنننۍ حملې ظاهري هدف ديو ايس اى ائي ډي په مرسته چليدونکې غيرحکومتي تنظيم ښکاري.
دکابل دپوليسو دمشر يو وياند حشمت ستانکزئ ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي “” يو ځانمرگي خپل دبارودو نه ډک گاډى دهاغه ميلمستون مخې ته الوځولى چې دبهرنيانو اؤ افغانانو لخوا به کارول کيدو اؤ داسې ښکاري چې دننه يو شمير ځانمرگيان موجود دي.
هغه وويل چې په سيمه کې نښته روانه ده خو دمرگ ژوبلې په اړه معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
په دغه ميلمستون کې دننه دموجودو بهرنيانو دقوميت په اړه په سمدستي ډول معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
اى پي دطالب وياند ذبيح الله مجاهد له خُلې وئيلي چې تندلارو دبهرنيانو په يو ميلمستون اؤ چرچ حمله کړې ده
راپورونه وائي په کومه سيمه کې چې دغه پيښه رامينځته شوې هلته نزدې پارليمنټ اؤ دصدارتي کانديد هدايت امين ارسلا کور هم موقعيت لري.
يوه اوونۍ دمخه هم دکابل په سرينا هوټل دڅلورو کم عمرو بريدگرو لخوا شوې حمله کې ٩ کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG