لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تسنيم اسلم : پاکستان شام ته دتلونکو جنگيالو څخه نۀ دى خبر


Tribal dancers entertain Burundians in Bujumbura to celebrate nation&#39;s 53rd Independence Day.<br />
&nbsp;
Tribal dancers entertain Burundians in Bujumbura to celebrate nation&#39;s 53rd Independence Day.<br /> &nbsp;
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې دپاکستان څخه شام ته دالقاعده دجنگيالو دتگ په اړه خبر نۀ دي.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې مونږ ته په دې اړه هيڅ معلومات نشته چې څنگه القاعده دپاکسان څخه دشام سفر کوي
هغې دامريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز په هاغه راپور تبصره کوله ترمخه يې دسي ائي اى دډائريکټر جان برينن داستازو دايوان پينل ته داستخباراتي راپورونو په اساس دعوه کړې وه چې دالقاعده جنگيالي دپاکستان څخه دشام مخه کوي ، ترڅو په راتلونکي کې دامريکا اؤ اروپا په ضد دبريدونو لپاره بنياد کيږدي اؤ دياغيانو ترڅنگ دصدر بشارالاسد په ضد جنگيدونکو لويديز تندلاري دځان سره بهرتي کړي.
خو دپاکستان دخارجه دفتر وياندې وويل امريکا(په دغه حقله) استخباراتي معلومات پاکستان ته نۀ دي ورکړي.
دامريکائي استخباراتي معلوماتو ترڅنگ د ميډيا په راپورنو کې هم له دې وړاندې وئيل شوي وؤ چې دپاکستاني طالبانو دتحريک سره دتړلو تندلارو پشمول جنگيالي پاکستان څخه شام کې دياغيانو دمضبوطولو لپاره سفر کوي ، خو حکومت ددغسې اطلاعاتو ترديد کوي.
راپورونه په ډاگه کوي چې په شام کې پاکستاني تندلاري ځانله دبهرنو جنگيالو يوه لويه ډله جوړيږي.
دپاکستاني حکومت له لوري سعودي عرب څخه ديو اعشاريه پنځه بلينو ډالرو دامداد اخستو داطلاعاتو مخې ته په راتللو دپاکستان حکومت که هر څو کوم بهرني هيواد ته دخپلو پوځيانو دليږلو ترديد کړى ، خو شام ته دجنگيالو دنقل وحرکت مهمه معامله دتگلارې جوړونکو حلقو کې دپام لاندې نۀ ده راغلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG