لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي پوځ :افغانستان څخه پوځي سامان پاکستان ته نۀ ورکول کيږي


 جنرل جوزف ډنفورډ خپل بيان کې وئيلي چې امريکا دافغان اولس اؤ ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو دملاتړ کولو په پخه اراده قائمه ده.
جنرل جوزف ډنفورډ خپل بيان کې وئيلي چې امريکا دافغان اولس اؤ ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو دملاتړ کولو په پخه اراده قائمه ده.
افغانستان کې ميشته امريکائي پوځ ميډيا کې دخپرو شوؤ هاغو اطلاعاتو ترديد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ امريکا دخپل اضافي پوځي سازوسامان پاکستان ته دورکولو پريکړه کړې ده.
په يو بيان کې امريکائي پوځ وئيلي امريکا افغانستان څخه پاکستان ته نۀ خو څه رقم عسکري سازوسامان ورکوي اؤ نۀ هم ددغسې کولو اراده لري.
دروانې مياشتې په پيل کې امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل يو راپور کې دعوه کړې وه چې پينټاگون پاکسان ته داوؤ اربو ډالرو سازمان ورکولى شي چې پکې بکتر بند گاډي هم شامل دي.
ورځپاڼې وئيلي پاکستاني چارواکي دهاغه پوځي سازوسامان په اړه غور کوي چې امريکا يې په افغانستان کې پريښودل غواړي ځکه چې امريکا ددغه سامان دبيرته وړلو لپاره پيسې خرڅ کول نۀ غواړي.
په افغانستان کې دبين المللي ائتلافي ځواکونو کمانډر جنرل جوزف ډنفورډ دزيارت په ورځ خپل بيان کې وئيلي چې امريکا دافغان اولس اؤ ددغه هيواد دامنيتي ځواکونو دملاتړ کولو په پخه اراده قائمه ده.
امريکائي پوځ وائي دتيرو ١٢ؤ کلونو راهسې افغان ځواکونو ته ددرې پنځوسو اربو ډالرو امداد اؤ سامان ترلاسه شوى چې پکې ١٦٠ الوتکې، يو لک گاډي، پنځه لکه وسلې اؤ دوه لکه مواصلاتي اؤ دشپې په تيارۀ کې په کار راتلونکي الات شامل دي اؤ زياتوي چې افغانستان ته نور امداد هم ورکولى شي.
په افغانستان کې ميشو بين المللي ځواکونو دروان کال په اخره کې افغانستان څخه دوتلو اعلان کړى.
امريکا غواړي ٢٠١٤م څخه وروستو افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد دافغان پوځ دمرستې لپاره افغانستان کې په محدوده پيمانه دامريکائي پوځيانو دموجودگۍ په اړه دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ زر تر زره يو تړون( بي ايس اى) ته غوڅ شکل ورکړل شي، خو افغان صدرحامد کرزي له دې وړاندې وئيلي ؤ ددغه تړون رد کولو يا پرې دلاسليک کولو پريکړه به راتلونکي افغان صدر ته کول وي.
افغانستان کې په پنځم اپريل صدارتي ټاکنې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG